د لاسرسي ځای

تازه خبر

چوهدري نثار: د امریکايي کانګریس د ځینو غړو بیانونو اندېښمن کړي یو


چوهدري نثار علي خان
چوهدري نثار علي خان

پر سې شنبه د امريکايي کانګرس د بهرنيوو چارو په کمېټه کې يوه استماعيه يا اوريدونکې غونډه کې د پاکستان سره په اړيکو بحث وشو.

اسلام اباد: پاکستان د هغه هېواد په اړه په امریکايي کانګرس کې پر شوې اورېدنې انتقاد کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو بېګا وویل، تېر مازیګر د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان په اسلام اباد کې له امریکايي سفیر ډېوېډ هېل سره ولیدل او ورته یې وویل چې د امریکا کانګرس ځېنو غړو او چارواکو بیانونو اندېښمن کړی دی.

تر دې مخکې تېر ماسپښين د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د کانګرس اورېدنه او پر پاکستان د مرستو بندولو وړاندیز، مثبتې نتیجې نشي ورکولای.

هلته د سېنېټ مشر رضا رباني بېګا په یوه بیان کې ویلي، د پاکستان خلک د امریکا کانګرس ځېنو غړو څرګندونو غوسه کړي.

پر سې شنبه د امريکايي کانګرس د بهرنيوو چارو په کمېټه کې يوه استماعيه يا اوريدونکې غونډه کې د پاکستان سره په اړيکو بحث وشو.

غونډه د دې سرليک لاندې جوړه شوې وه چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د امريکې دښمن او که دوست دی.

غونډه کې د دغې کمېټې د ایشيا د چارو د برخې مشر ميټ سلمن وويل امريکې پاکستان ته د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په بيليونونو ډالر ورکړي دي خو اسلام اباد د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې رښتينی نه دی.

د مېټ سلمن په وینا ، پاکستان هغو وسله والو ته هيڅ نه وايي چې په دې ملک کې له خپلو مرکزونو په افغانستان کې پر امريکايي پوځيانو بريدونه کوي.

نوموړي زياته کړه ، که د پاکستان په اړه زموږ اوسنۍ هڅې هغې نتيجې نه ورکوي چې موږ يې غواړو نو نورې لارې کومې دي؟ موږ کولی شو پيسې په پوره ډول پرې بندې کړو او يا هم د ترهګرو ملاتړ کوونکی هيواد يې اعلان کړو. بنديزونه په ۱۹۹۰ کلونو کې هم لګول شوي وو خو ډيرې نتيجې يې نه درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوو کې د امريکې د کانګرس يو پلاوی پاکستان ته ورغلی وو. پاکستان دوی ته خپل همېشنی دريځ تکرار کړ چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يې مبارزه رښتوني ده.

XS
SM
MD
LG