د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانسې کې یو کس پر خلکو د لارۍ خېژولو پېښه کې ۸۴ تنه وژلي دي


پراګ - د فرانسې په نیس ښار کې یوه کس د خلکو پر مجمعې لارۍ ورخېژولې او شاوخوا ۷۵ کسان یې وژلي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، د جولای د ۱۴مې پر شپه خلک د سمندرګي غاړې ته ورغونډ شوي ول او د اتلسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرانسې انقلاب په مناسبت د اورلوبې تر نندارې وروسته کورونو ته روان ول چې یو کس خپله درنه لارۍ په خلکو وروخېژوله.

د نیس ښاروال کرېستیان اېستروسې وویل، د لارۍ چلوونکي د خلکو پر مجمعې ډزې هم وکړې. ده وویل، د هغه تر وژنې وروسته یې په ټرک کې وسلې او لاسي بمونه هم وموندل.

اېستروسې پر ټوېټر په یوه بیان کې ولیکل، دا یې ((د ښار په تاریخ کې یو له تر ټولو تراژیکو او بدو پېښو څخه ده چې پکې له ۷۰ څخه زیات کسان ووژل شول.))

چارواکو وویل، په پېښه کې له لسګونه څخه تر سلګونه پورې کسان ژوبل شوي دي. دوی وویل، د وژل شویو شمېر لومړنی دی او د زیاتېدو وېره یې څرګنده کړه.

تر برید څو ساعته وروسته هم پر ځمکه په سپینو څادرو پوښلي مړي پراته ول.

تر اوسه د ډرېور پېژندګلوي نه ده شوې او چا د حملې ذمه واري نه ده منلې.

د بلې ورته حملې نښې هم نه دي لیدل شوي خو د ښار اوسېدونکو ته ویل شوي چې د کورونو دننه پاتې شي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما د حملې غندنه کړې او ویې ویل داسې ښکاري چې ((دا یو بوږنوونکی ترهګر برید وو.))

اوباما د پنجشنبې پر شپه په یوه پیغام کې وویل، له خپل ((تر ټولو پخواني ملګري)) هېواد فرانسې سره د دې حملې په غم کې او د دې د غبرګون په برخه کې ولاړ دی.

تېر کال په نومبر کې د اسلامي دولت ډلې وسله والو په پاریس کې پر بېلا بېلو ځایونو بریدونه وکړل چې پکې ۱۳۰ کسان ووژل شول.

په نیس کې دا حمله پر داسې وخت شوې چې د تېرې یکشنبې یا اتوار پر ماښام په فرانسې کې د اروپا فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې. د فوټبال دې لوبو پر وخت په نیس، پاریس او نورو ښارونو کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

په وروستیو کې د وسله والو ډلو ځېنو غړو د ګاډو یا لاریو په وسیله بریدونه کړي دي چې پکې یې زیاتره په اسراییلو کې شوي خو د نیس د حملې په څېر مرګ ژوبله پکې هېڅ کله نه وه شوې.

د افغان ولسمشر غبرګون

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د فرانس په جنوب کې په نیس ښار کې شوی برید چې په پایله کې یې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، په سختو ټکو وغاندده.

ولسمشر اشرف غنيد دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال وویل، پر ملکي وګړو برید جنایت او وحشیانه عمل دی.

نوموړي وویل ، دغه وحشیانه جنایت نه یوازې د بښنې وړ نه دی، بلکې په هیڅ ډول یې جواز نه شي جوړېدای.

د ولسمشر غني په وینا ، تروریزم سرحد، نژاد، دین او مذهب نه پېژني، د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ګډ خطر دی.

هغه یو ځل بیا د دغې شومې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولوهېوادونو پر ګډه مبارزه ټینګار کوي.

نوموړي د فرانسې حکومت او د دغه ترهګریز برید د قربانیانو کورنیو سره غمرازي ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG