د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان اوس هم د "ښو او بدو ترهګرو توپیر کوي"


پراګ - افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د امن لپاره د څلورو هېوادونو پر ژمنو سربېره پاکستان د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپير ته دوام ورکړيدي.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې یا خالي پر ورځ د ناټو اتحاد سرمشريزي دويمې ورځې غونډي ته په وینا کې وکړې.

د ولسمشر دفتر په خپله ووبپاڼه د ولسمشر غني مکمله وينا خپره کړيده چې پکې نوموړي ويلي، په افغانستان کې د امن راوستو لپاره د نورو هېوادونو مرسته ترلاسه ده، خو پاکستان اوس هم د ښو او بدو ترهګرو په پاليسۍ ولاړ پاتې دی.

نوموړي وويل، له ګاونډیو هېوادونو سره تر ټولو لویه مسله د قواعدو نشتوالی دی، ځکه د دې لپاره سيمه یيزه او نړيواله مرسته پکار ده، چې اجتماعي امن او هم اهنګې رامنځ ته شي.

اشرف غني په خپله وينا کې وويل، ((په افغانستان کې امن راوستل د قامي ترجيحاتو په لومړي سر کې ده، خو امن ته رسېدو لپاره په دې هر څه پوهېدل ډېر زيات ضروري دي، چې دا جنګ په دوی تپل شویدی.))

د ده په خبره ترهګرې ډلې په مختلفو نومونو وېشل شوي او فعاليتونه کوي، او دا ترهګرې ډلې سيمه یيز امن ته هم ګواښ جوړوي.

په سعودي عرب کې د شویو ځانمرګو حملو په اړه اشرف غني وويل چې د اسلامي ملکونو تهذیب په خپله قبضه کې اخیستونکو وړو ډلو خلاف په ګډه کار پکار دي.

نوموړي په وينا کې افغان ځواکونو ته د ناټو د روزنې مننه وکړه.

نوموړي د ترهګرۍ پر ضد په مکې مکرمې کې د منظورې شوې اعلامیې یادونه وکړه او ویې ویل چې هلته یې هم لاسته راوړنې لرلې.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير او د سيمه یيزو چارو پوه رستم شاه مومند له مشال راډيو سره په خبرو کې د ولسمشر غني بيان ډېر زيات مهم بللی دی.

((زما په فکر د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ به لا زيات شي، دا بيان يو عادي بيان نه دی، دا په وارسا کې د سرمشريزي په موقع ورکړل شوی دي. دا بيان ډېر زيات اهميت لري، ځکه چې دی ته پاليسي بيان ويلي کېږي یعنې دا د افغان دولت پاليسي ده. زه فکر کوم چې داسې بيان نه وای ورکړل شوي، نو ښه به وی.))

هلته پاکستان د افغان ولسمشر اشرف غني څرګندونو په اړه ((نهیلي څرګنده کړې)).

د شنبې پر ماښام د خارجه چارو دفتر په يو بيان کې ويلي چې افغان مشرتابه ((د خپلو ناکاميو لپاره)) پر پاکستان تورونه پوري کوي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې پاکستان، په افغانستان کې امن غواړي او په دې لړ کې به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

د پاکستان خارجه چارو دفتر له افغانستانه غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ورسره ګډ اقدامات وکړي.

د شنبې پر ورځ د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ويلي ول، ناټو به تر ۲۰۱۷ز کاله د افغان ځواکونو روزنه جاري وساتي او تر ۲۰۲۰ز کاله به ورسره مالي مرستې کوي. ده وويل، افغانستان به يوازې نه پرېږدي، او له هېواد سره مرستو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG