د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان تعلیم: تر پوهنتونه تش درې زره زده کوونکي رسېږي


د اتوار ورځ په کوټه کې د تعلیم ودې لپاره یوې نادولتي ادارې الف اعلان له لوري [د بلوچستان بودیجه او تعلیم] تر عنوان لاندې یوه سېمنار وشو چې پکې په صوبه کې د تعلیم په اړه پر عامه ناآګاهي اندېښنه وښودل شوه.

په سېمینار کې د الف اعلان مشر سجاد چنګېزي په خپلو څرګندونو کې پر مېډیا نیوکې وکړې چې د تعلیم ارزښت ته هېڅ پاملرنه نه کويـ. نوموړي وویل نه یوازې رسنۍ بلکې میندې او پلرونه هم دا تپوس او پوښتنه نه کوي چې په ښوونځيو کې د دوی ماشومانو ته څه ډول زده کړې ورکول کېږي.

سېمینار ته د ډان نیوز خبریال سید علي شاه په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د پاکستان حکومت و نړی ته تسلي ورکړې ده چې تر ۲۰۳۰ م کاله پورې به د تعلیم لپاره بود یجه څلور فیصد لوړه وي خو په حقیقت کې دوی هر کال دغه بودیجه راټیټوي.

د نوموړی په وینا چې د نارینه و په مقابل کې د نجونو تعلیم وضعه نوره هم خرابه ده ځکه چی په ټوله صوبه کې د هلکانو لپاره ۹۸۰۰ او د نجونو لپاره ۳۶۰۰ ښونځي دي، دغه ډول د دوو هلکانو په مقابل کې یوه نجلۍ ښوونځي ته ته ځي.

له سېمینا وروسته د بلوچستان اعلا وزیر لپاره د اطلاعاتو سلاکار سردار رضامحمد بړیڅي وویل، چې په صوبه کې د تعلیم پرشاتګ لویه وجه د بودیجې کمی دی. نوموړی وايي، د بلوچستان حکومت د پیسو کمبوت له وجې نه شي کولی چې د تعلیم ودې لپاره نوي ښونځي جوړکړي. د ده په خبره د بودیجې [بجټ] لویه برخه د استادانو پر تنخاګانو لګېږي ځکه خو یې د سږني کال په تعلیمي بودیجه کې درې (۳) فیصده کمی راوستی دی.

ښاغلي بړېڅي وویل، پروسږ کال په بجټ کې د تعلیم لپاره ۲۰ فیصده برخه ایښودل شوې وه چې سږ کال یې ۱۷ فیصدو ته راکمه کړې ده. د نوموړي په وینا چې د صوبايي بجټ ۸۰ برخه هر کال داستادانوپر تنخاګانو، د تعلیمي ادارو پر رغونه او د زدکونکیو پر کتابونو لګېږي، چې د ده په خبره له دې لګښته خلاصی نه لري.

رضا بړېڅي زیاته کړه هرکال د ښونځیو په لومړنیو تولګیو کې ۱۳ لاکه ماشومان داخېلېږي خو په دوی کې تر میټرکه [لسم تولګي] یې یوازې ۶۰ زره ورسېږي. په هغوی کې سږ کال یوازې ۳۰ زره زدکوونکیو د لسم امتحان پاس کړی دی او تر پوهنتونه دا کچه تش ۳ زره زدکوونکیو ته راټیټه شي.

دی وايي، دلچسپه خبره دا ده، له لومړي تولګي څخه بیا تر لسم تولګي پورې چې کوم ماشومان رسېږي نو پر هغوی د حکومت ۴۰۰ بیلیونه روپۍ لګښت راځي چې د پنجاب صوبې په پرتله ۸ فیصده زیات دی.

رضا بړېڅي وویل، حکومت یې غواړي چې د تعلیم پرمختګ کې شخصي سېکټور ته هم مواقعې برابرې کړي خو د تعلیم یو کارپوه نذر بړېڅي په دې اړه مشال راډيو ته وویل، د تعلیم ادارې حکومتي چارواکي نه غواړي چې د تعلیم شخصي څانګه وده ومومي. نوموړي تور ولګاوه چې درغلي زیاته شوې ده، اهلیت او مېریټ ختم شوی دی او پر ډېری حکومتي چوکیو د اقرباپرورۍ له مخې نااهله کسان ګمارل شوي دي.

حکومت ته د تعلیم ودې پروړاندې یو لوی خنډ د هغه استادانو دی چې تنخاګانې اخلي خو خپلو ډیوټیانو ته نه ځي. د دغه ستونزې د حل لپاره صوبایي حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې د استادانو حاضرۍ یو کمپیوټرایزډ نظام رامنځ ته کړی چې د حکومت په خبره تر دا مهاله یې ۴۵ زره استادان راجسټرد کړي دي.

دچارواکو په وینا، په صوبه کې ۶۰ زره استادان کارکوي خو په دوی کې تر۱۵ زرو زیات یې لادرکه دي، خو له خزانې د هغوی په نومونو تنخاګانې جاري کېږي.

د سرکاري شمېرو له مخې د کاغذ پرمخ دغه غیرحاضر استادان هره میاشت د صوبې خزانې له ۴۰ تر ۵۰ کروړ روپیو پورې زیان اړوي. د سرکاري شمېرو له مخې دغه ډول په صوبه کې ۷۵۰ ښونځي هم پر ځمکه نشته خو په کاغذونو کې د شتون له کبله ورته ټول مراعات له قامي خزانې اېستل کېږي.

یاددی وي چی د راتلونکې مالي کال (۲۰۱۶- ۲۰۱۷) لپاره د بلوچستان د ټولی صوبی بودیجه ۲۸۹ بیلیونه روپۍ ده خو د دې په مقابل کې د پنجاب صوبې یوازې د تعلیم ودې لپاره بودیجه ۳۱۲ بیلیونه روپۍ ده.

XS
SM
MD
LG