د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز رشید: د انساني قاچاق مخنیوي لپاره نوي قوانین جوړوو


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د بلوچستان د بشري حقونو کمیشن مشر طاهر حسین وایي ، دی د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له دې تازه خپر کړي رپوټ سره اتفاق لري.

پراګ: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه د ۲۰۱۶م کال په رپوټ کې پاکستان د ښځینه ، نارینه او ماشومانو لپاره په زوره د مزدورۍ او ناجایزه جنسي اړیکو لپاره د قاچاق په برخه کې د یو انتقالي ځای او منزل په توګه یاد کړی دی.

په دې رپوټ کېوویل شوي دي چې په پاکستان کې د انساني قاچاق – سمګلنګ – تر ټولو لویه وجه د پورونو په بدل کې مزدورۍ دي.

رپوټ زیاتوي چې د قرضې په بدل کې د مزدورۍ ورکولو مسلهد پاکستان تر پنجاب او سیند صوبو وروسته اوس په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم پیدا شوې ده.

د بلوچستان د بشري حقونو کمیشن مشر طاهر حسین وایي ، دی د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له دې تازه خپر کړي رپوټ سره اتفاق لري.

طاهر حسین وویل ، په تیرو شاوخوا دوو ورځو کې څه د پاسه ۳۳۰ کسان د ایران پر پوله تر نیول کېدو وروسته پاکستان ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې نورو هیوادونو ته د پاکستان لخوا په قاچاق کونکو کې زیاتره کم عمره ځوانان شامل وي.

یاد رپوټ لیکي چې له پاکستانه قاچاق شوي زیاتره ماشومان ایران ته د خیر غوښتلو لپاره استول کیږي.

د انساني قاچاق پر ضد کارکونکې ادارې – سارم برني ټرسټ –مشر سارم برني په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دا امریکايي رپوټ بلکل سم دی.

سارم برني وویل ، دا مهال له ماسره یوه جینۍ ده چې خاوند یې ایران ته قاچاق کړې وه. دغسي د سری لنکا نه قاچاق شوې یو هلک له خپلې څلور کلني لور سره په ایران کې نیول شوی دی او دا مهال زموږ په اداره کې موجود دی.

ده وویل ، د پاکستان پولې ډیری کمزورې دي. دلته په انساني قاچاق کې د ایران او پاکستان ځواکونه او سمګلران سره یو ځای وي.

سارم برني وویل ، هر کال لږ تر لږه پنځلس زره کسان له پاکستانه نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو په دې رپوټ کې ویل شوي چې د پاکستان د وفاقي حکومت تر څنګ د پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو د انساني قاچاق په اړه قوانین هم جوړ کړي دي.

سارم برني وایي په پاکستان کې د انساني قاچاق په څیر د بېلا بېلو جرمونو پر ضد جوړ شوي قوانین یوازې د عام ولس د وېرولو لپاره دي.

نوموړی زیاتوي چې مجرمان او د هغوی نیونکي پر یوه ځای کار کوي نو څوک به څوک ونیسي؟

برني وویل ، د انساني قاچابرانو په اړه چې موږ ټولو ته مالومه ده نو بیا امنیتي ځواکونه څنګ نه دي خبر؟

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر پرویز رشید په دې اړه وايي ، دا خبرې ناسمې دي چې پهپاکستان کې د انساني قاچاق د ختمولو لپاره مناسبه ګامونه نه دي پورته شوي.

پرویز رشید وویل ،د انساني قاچاق مسله چې دومره پیچلې شوې ده ، د دې بنیادي وجه له پاکستانه د هغو کډوالو په غیرقانوني توګه وتل دي چې د پاکستان شناختي اسناد یې پخوا تر لاسه کړي وو.

ده وویل ، په پاکستان کې د انساني قاچاق ختمولو لپاره پر نیويو قوانینو کار روان دی او د پاکستان اوسنی حکومت پر ةخکنیو او سمندري لارو د امنیت ښه کولو لپاره هم کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا رپوټ په پاکستان کې د انساني قاچاک لاملونه د پوځي عملیاتو او قدرتي افتونو له کبله په لویه کچه د خلکو بې کوره کیدل هم دي.

XS
SM
MD
LG