محمد حدیث پردیس
کابل: د افغانستان د ولسمشر دفتر د پاکستاني وزیراعظم د سلاکار ورستۍ څرګندونې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د خپلو ژمنو ضد بللې دي.
د افغان ولسمشر یو ویاند شاه حسېن مرتضوي نن مشال راډیو ته وویل ، د سرتاج عزیز دا خبره د څلور اړخیزو غونډو پر مهال د شوو ژمنو خلاف ده چې که چېري پر ټولو وسله والو ډلو پر یوه وخت عملیات وشي نو دا به د ترهګرۍ بریدونه زیات کړي.
په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلا کار سرتاج عزیز دا خبره د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې کړې وه.
د فغان ولسمشر ویاند وویل ، افغان حکومت تمه لري چې پاکستان د ترهګرو ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي.
ده وویل ، " دا د هغه ژمنې خلاف عمل دی چې پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې کړې وه په هغه ناسته کې پاکستان وعده کړې وه چې هغه ډلې چې د سولې له پروسې سره نه یو ځای کیږي ، د هغو پر وړاندې به اقدام کوي خو له بده مرغه تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی پورته شوی."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په سېنټ کې د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر جان مکین د یو پلاوي په ملتیا په شنبه او یکشنبه اسلام اباد ته سفر کوي.
سرتاج عزیز ویلي ، له دې امریکايي پلاوي سره به هم په لیدو کتو کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان د مبارزې دفاع وکړي.
په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه محب الله شریف وايي ، د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د پاکستان د روښتوني سیاست ښکارندويي کوي.