د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې د افغان کډوالو حقونو سرغړونو مخه ونیسي'


پاکستان د روان کال د جون په نهه ویشتمه نېټه د رجسټرډ کډوالو د اوسېدو موده تر شپږو میاشتو غځولې ده.

د بشري حقونو څار ادارې (هیومن رایټس واچ) په یو راپور کې په پاکستان کې د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو په ځورولو او د هغوی په نیولو اندېښنه ښودلې او غوښتنه يې کړې ده چې پاکستان دې په دغه هېواد کې د کډوالو پاته کېدو موده د نولس سوه اوولسم کال تر پايه وغځوي.

هیومن رایټس واچ په راپور کې لیکلي دي د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې په اړه بې یقینۍ پولیس ډاډمن کړي دي چې کډوال او وځوروي او یا يې بندي کړي. پاکستان باید د کډوالو حقونو د سرغړونو مخه ونیسي.

د جون په اتویشتمه نېټه د خېبر پښتونخوا پولیسو اعلان وکړو چې لږ تر لږه دوه زره هغه افغان کډوال يې نیولي دي چې دغلته په غیرقانوني توګه اوسېدل. د صوبې اطلاعاتو وزیر مشتاق غني ویلي دي چې کډوال به تر خپلو کېمپونو محدود ساتي او هغوی ته به په صوبه کې په ازادانه توګه د ګرځېدو اجازه ورنکړي. دغه شان د صوبې پولیس وايي چې داسې ۵۰۰ افغان کډوال يي افغانستان ته لېږلي دي چې قانوني ول خو هغوی یې د صوبې امنیت ته خطر وبلل.

هیومن رایټس واچ ویلي دي، دا رقم بیانونه د کډوالو کورنیو د امنیت په اړه وېرې ډېرې کړي دي او امنیتي ادارو ته يې یوه بهانه برابره کړې ده چې له خپلو اختیاراتو تجاوز وکړي.

XS
SM
MD
LG