د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو برګۍ غوا تر کرفیو لاندې ده


یو وخت داسې وو، چې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به ښځو په پټو کې کار کاو، اوس هم په ډېرو ځانونو کې شته خو هغسې نه.

دغو ښځو به په کورونو کې څاروي هم ساتل، دغه څاروي چې پکې غواګانې، وزې، چرګان او داسې نور شامل وو. دا د دغو ښځو مالي سرمایه وه، دوی به پرې خپلې ښې بدې کولې، پۍ، کوچ او غوړي به یې خرصول او یو ډېر ښه وخت به یې تېریدو.

اوس چې کله دغلته ناامني پیل شوه، وسلوالې ډلې راغلي، په دوی پسې عسکر راغلل، او د دغو دواړو ترمنځه د فاټا خلک خو پرېږده ځناور هم راګیر شول، چې له وړاندې نه په ایف سي ار کې ګیر دي.

دا ځل پولیټیکل انتظاميې دا فیصله وکړه چې د قبایلو برګۍ غوا په پټو کې ګرځي، ګیا خوري، سهار راوځي ماښام بېرته ولاړه شي، نه ترې څوک پوښتنه کوي، او نه یې شناختي کارډ کتل کېږي، نه یې پر تګ راتګ یوڅه بندیز وي، نو بس صیب وویل چې دغه غوا به نوره نه ګرځي، د دې په پښو کې دې هم د ایف سي ار زنځیرونه واچول شي، او ګیا به هم نوره نه خوري، ځکه چې دا په فاټا کې پیدا شوې ده، ټول کوچ، غوړي یې د فاټا ولس خوري، ما ته یې څه.

د کور مالک غوا له پټې راوسته، اوس ورته په اوبو کې ډوډۍ پستوي، او دغه غوا مجبوره ده چې ویې خوري، خو تازه دین کاکا وایي چې سهار شي او ماښام غوا نوره دغه سړه په اوبو کې پسته شوې ډوډۍ نه خوري، هغه ګیا غواړي، زه پټي ته نه شم تلی، ښځه مې نه شي تلی، او په کور کې هم دغه بحث دی، بوس هم په ختمېدو دي، چې بوتاوه ورته جوړ کم، ځکه بوساړي مو خرصې کړي دي.

تازه دین کاکا اوس مجبوره دی، چې خپله دغه برګۍ غوا په پنجاب خرصه کړي، ځکه که داسې ونکړي نو لا نقصان دی. او بیا په پنجاب کې به له ایف سي اره خلاصه شي، پټو ته به ځي ښه خوراکونه به کوي او یو ازاده ازادي به وي.

بلخوا په فاټا کې بې تاج بادشاه داسې امر کړی چې په ځناورو یې هم خواړه بند کړي دي، او پټو ته پر تګ راتګ یې هم بندیز لګولی دی.

یو نظم وو !

دا غوا زما برګۍ ده ــ یوه ورسره سخۍ ده

په اصل د اچۍ ده ــ ښه لویه یې لکۍ ده

په پولو یې څروم ــ اوبه ورله ورکوم

موږ پۍ ترې نه لوشو ــ او ټول ټبر یې څښو

خو اوس دا ګرانه ده، چې د مومندو دغه غوا په پولو پټو وڅرېږي، سیل وکړي، او ګیاګانې وخوري. ځکه چې دغه غوا له بده مرغه په فاټا کې ژوند کوي. ډېرې خو په پوځي عملیاتو کې مړې شوې دي، ډېرې له خپلو مالکانو نه د پوځي عملیاتو پر وخت پاتې شوې چې خدای خبر پر زړونو به یې څه تېر شوي وي.

ډېرې په ارزانه بیعه خرصې کړل شوې دي، او په ځینو اوس د خوراک تازه بندیزونه ولګول شول. ځکه چې پولیټیکل صېب وایي کیدای شي دغه غوا د سرکاري کسانو په مرګ ژوبله کې ککړه وي، څه پته لګي؟؟

خو هسې چې د سپو په بهر ګرځېدو هم بندیز دی که نه!

بې وخته مه ګرځه کوڅو کې ــ سپي به دې وخوري لېونی به دې ګڼینه

XS
SM
MD
LG