د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفير د کډوالو د ستونزو په اړه عمران خان سره ملاقات کړی


اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال د خیبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف مشر، عمران خان سره ملاقات کې غوښتنه کړې چې دغلته مېشته کډوال دې نه ځورول کيږي. نوموړي پرون د هغه سره کتلي دي.

اسلام اباد کې د افغان سفارت له خوا پرون ماښام خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ملاقات کې زاخیلوال په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د تنګولو او بد چلند په زیاتیدو وغږید او له حده پورته یې وګڼل. زاخیلوال زیاته کړه چې کډوال باید د پاکستان او افغانستان د عمومي اړیکو د ښکته والي او پورته والي قرباني نه شي.

‌‌‌‌‌‌ډاکتر زاخیلوال د ښاغلی عمران خان څخه وغوښتل چی په خیبر پښتونخوا کی خپل حکومت ته لارښوونه وکړي چې تر څو د افغان کډوالو سره داحترام او انساني ارزښتونو په بنياد چلند وکړي.

کډوال باید د پاکستان او افغانستان د عمومي اړیکو د ښکته والي او پورته والي قرباني نه شي.

د رپورټونو تر مخه په تېرو څو ورځو کې د خيبر پښتونخوا پوليسو له دوه زرو څخه ډېر هغه افغان کډوال په دې تور نيولي چې دوی سره د اوسيدو قانوني اسناد نه وو. دا په داسې حال کې ده چې تېره هفته پاکستان ته د خپل سفر پر مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) مشر د پاکستان حکومت ته ويلي وو چې پر افغانانو دې د ترهګرۍ تورونه نه لګوي.

زاخيلوال پر خپله فيس بوک پاڼه ليکلي چې عمران خان په دې ملاقات کې د افغان کډوالو سره په ناوړه چلند خواشینې څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چی د پښتونخوا وزیر اعلی او پولیسو مشر سره به اړیکې نیسي تر څو په سمدستي توګه د کډوالو سره خپل سلوک سم کړي.

ياده دي وي چې د خیبر پښتونخوا حکومت دې وروسيتوو کې د پاکستان مرکزي حکومت ته ويلي چې نور د افغان کډوالو بوج نه شي زغملی. ملګرو ملتونو غوښتنه کړي چې افغانستان کې د بدامنۍ له کبله افغان کډوال واپس نه شي تللی نو پکار ده چې د اوسيدو موده يې تر ۲۰۱۷ کال پورې وغځول شي.

زاخيلوال پاکستان کې د پښتنو سياستوالو سره هم ملاقات کړی
زاخيلوال پاکستان کې د پښتنو سياستوالو سره هم ملاقات کړی

پاکستان کې پر افغان کډوالو فشار تر هغې وروسته زيات شوی چې لنډه موده مخکې پاکستاني او افغان ځواکونو په تورخم کې د يو بل سره نښتې وکړي. په دې نښتو کې يو پاکستانی ميجر او دري افغان سرحدي پوليسو ووژل شول.​

پرون ماښام عمر زاخېلوال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو او د عوامي نيشنل ګوند د يو مشر افراسياب خټک په ګډون ځينو نورو پښتنو سياستوالو سره هم ملاقات کړی. دا ملاقات که څه هم غير رسمي وو خو په روانو مسايلو پکې خبرې اترې شوي دي.

بشيرګواښ په دې اړه د افراسياب خټک سره مرکه کړې چې دلته يې اوريدلی شئ.

زاخېلوال په پاکستان کې له پښتنو سیاستوالو سره کتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG