د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر استانبول هوايي ډګر بريدونو ۳۶ کسان وژلي


بېګا شپه د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې ځان وژونکو بریدونو لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د ترکیې چارواکي وايي، برید کوونکي د یو ټکسي موټر په وسیله هوايي ډګر ته ورغلي و او په عمومي دروازه کې یې چادونې وکړې.

یو برید کوونکي تر چاودنې مخکې پر مساپرو د ټوپک ډزې هم کړي دي.

د ترکیې د عدلیې وزیر ویلي چې د هوايي ډګر مېټرو ته نژدې هم د چاودنې نښې لېدل شوي دي. دا چې دې بریدونو د بروکسل په هوايي ډګر کې له بریدونو سره ورته والی درلود، د ترکیې وزیر اعظم ویلي ګومان کوي چې دا به د داعش وسله والې ډلې کار وي.

د ټپیانو شمېر د ۱۴۷ کسانو په شاوخوا کې اټکل شوی چې د چارواکو په وینا ۱۷ تنه یې پولیس افسران دي.

امريکا، ملګروملتونو، جرمني او نور هېوادونو دا بریدونه غندلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG