پېښور: په روانه روژه میاشت کې ۹۰ کسان وژل شوي
د پېښور اېس اېس پي اپرېشن له دفتره د ترلاشه شویو مالوماتو له مخې په پېښور ضلعه کې د روژې میاشتې په لومړیو شلو ورځو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۹۰ کسان وژل شوي دي او تر ۵۰ زیات ژوبل شوي دي. د پولیس د مالوماتو له مخې د عامو ورځو په نسبت په روژه میاشت کې زیات مرګونه شوي دي. د مشال راډيو کرښې پر غاړه خپرونه کې هم پر دغه موضوع په بحث کې مېلمنو دا وویل چې د پاکستان په مېډیا، فلم او تعلیمي نظام کې تشدد خورول کېږي چې په ټولنه کې یې له ورایه اغېز ښکاري. دوی ټینګار درلود، پکار ده چې د پاکستان ریاست د عدم تشدد، امن او زغم رویو خورولو لپاره خپله سرکاري مشینري پر کار واچوي. کوربه شاهین بونېری
برخې
-
جولای ۲۴, ۲۰۲۴
د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي
-
اپرېل ۲۳, ۲۰۲۴
د پاکستان او ایران اړیکې به سيمه ييز امنيت ته څه ګټه ورسوي؟
-
اپرېل ۱۶, ۲۰۲۴
خیبرپښتونخوا د اقلیمي بدلون له جدي خطر سره مخامخ ده
-
اپرېل ۰۲, ۲۰۲۴
خیبر پښتونخوا د اب هوا له کوم ډول بدلون سره مخامخ ده؟