د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په يوولسمه برخه کې په اېف سي ار کې اصلاحاتو ته کتنه شوې ده. په ۱۹۰۱م کال کې په فاټا کې د انګرېز له وخته تپل شوي قانون فرنټير کرايمز رېګولېشن يا اېف سي ار کې وخت په وخت اصلاحات شوي چې مهم يې د ۲۰۱۱م کال دي. دا چې د فاټا ولس په اېف سي ار کې د شوو اصلاحاتو په اړه څه نظر لري او څومره ورڅخه مطمين دي؟ ((اېف سي ار او پښتانه)) نننۍ خپرونه همدې موضوع ته ځانګړې شوې ده. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.