د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په لسمه برخه کې فاټا ټريبيونل ته کتنه شوې ده. په ۲۰۱۱م کال کې په فاټا کې د انګرېز له وخته تپل شوي قانون فرنټير کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) کې د هغه وخت منتخب حکومت ځينې اصلاحات وکړل چې يو يې هم د فاټا ټريبيونل جوړول و تر څو قبايل وکولای شي د پوليټيکل اېجنټ يا کمشنر اېف سي ار د فيصلو خلاف اپيل وکړي. ((اېف سي آر او پښتانه)) نننۍ خپرونه کې د فاټا ټريبيونل پر رول بحث شوی دی چې د قبايلو لپاره د سپريم کورټ يا سترې محکمې حېثيت لري. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.