د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند الکوزی په چیک جمهوریت کې د سوک وهنې اتل شو

هلمند الکوزی
هلمند الکوزی

ځوان افغان سوک وهونکي هلمند الکوزي په چک جمهوریت کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي وګټله

پراګ: ځوان افغان سوک وهونکي هلمند الکوزي په چک جمهوریت کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي وګټله.

هلمند الکوزي پرون چکي اتل ییژي یاروش ته په نهورونډونو کې ماتې ورکړه او په ۶۶ کیلوګرامه وزن کې یې د چک جمهوریت د بوکس اتلولي خپله کړه.

په چک جمهوریت کې میشت هلمند الکوزی د ازادۍ راډیو د پخواني همکار مرحوم جان اقا الکوزي ځوی دی.

هلمند الکوزي مشال رادیو ته وویل چې په دې لوبه کې د ده سیال هغه سوک وهونکی – بوکسر – وو چې تر ده یې اووه زیاتې مسلکي لوبې کړې وې.

هلمند الکوزی به تر هغه وخته دا اتلولي له ځان سره ساتي چې بل لوبغاړي ماتې نه وي ورکړې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG