د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کېلاشۍ نجلۍ مذهب اړولو شخړه رامنځته کړه


کېلاشۍ نجونه نڅا کوي
کېلاشۍ نجونه نڅا کوي

د خېبر پښتونخوا په چترال ضلع کې يو کيلاشې جيني د اسلام مذهب قبلولو نه پس د ځايي مسلمانانو او کېلاشیانو تر مينځ له شخړې یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.

د چترال ضلعي انتظامیه وايي، د ځېنو کسانو پرضد یې مقدمې هم درج کړې دي.

د زيارت په ورځ د کېلاش په بمبورېت علاقه کې د دواړو ډلو تر مينځ شخړه هله وشوه چې د یوې ۱۴ کلنې کېلاشۍ نجلۍ (رېنا) د اسلام قبلولو اوازه په سیمه کې خوره شوه.

د کېلاشیانو لپاره د خېر ښېګړې ادارې یوه کارکونکی ليوک رحمت په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې رېنا د نهم ټولګي زده کونکې ده او په غلطۍ یې اسلام قبول کړی وو خو اوس بیرته خپل مذهب ته اوړېدل غواړي او له خپلې کورنۍ سره اوسېدل غواړي چې کبله د ځايي مسلمانانو یوه ډله راپارېدلې ده.

"موږ چې له رېنا سره ملاوو شو نو هغې ويل چې له دې سره له یوڅو ورځو نفسياتي مسله وه هغې ته نه وه پته چې دې څه کول هغې څو ځلي ځان ته د نقصان رسولو کوشش هم کړی وو او ویل یې پوهه نه شوه او بل مذهب ته واوښتله، خو په بله ورځ له رېنا سره یو څو کېلاشۍ ښځې ملاو شوې چې رېنا ورسره واپس کور ته ولاړه او ويل یې چې دا خپل کور ته تلل غواړي. رېنا پخپله اسلام قبول کړی، هېڅ قسمه زبردستي ورسره نه ده شوې خو کله چې کور ته ستنه شوې ده نو له هغه راهیسې د مسلمانانو یوه ډله پرې دباو اچوي. "

بلخوا د چترال ضلعې مرستیال کمېشنر اسامه وړایچ مشال ريډيو ته وويل چې دغه جينۍ په خپله مرضۍ اسلام قبول کړی دی. خو د يوې بلې کېلاشۍ ښځې په زیار هغه يو ځل بيا د خپل مذهب منلو ته راضي کړل شوه چې له وجې یې دا شخړه جوړه شوه.

د مرستیال کمېشنر په وينا چې دغه جينۍ د پوليس په حفاظت کې د چترال یوه خوندي ځای ته رسول شوې ده او دواړې ډلې یې هم وربللې دې چې د نجلۍ په مرضي او په خپلمينځي اتفاق دا مسله هواره کړي.

"موږ دا فيصله وکړه چې جينۍ له دغه ماحوله راوباسو اوس موږ دغه جينۍ چترال ته راوستې ده چې مجسټړېټ ته وړاندې کړل شي. او په خپله مرضۍ به د مجسټريټ پروړاندې بيان ورکوي او دواړه ډلې په دې اتفاق کوي چې د نجلۍ د مرضې مطابق فيصله پکار ده. دا غلطفهمي پيدا شوې ده چې جوړ جينۍ اسلام قبلول غواړي او د هغې کورنۍ پر هغې دباو اچوي نو داسې هېڅ نشته. في الحال موږ په دواړو ډلو دا خبره منلې ده چې څه فيصله جينۍ غواړي بايد هغه ومنل شي نو دواړو فريقېنو دا وومنله چې څه د جينۍ فيصله وي هغه به دواړو ته منظوره وي."

د ضلعي انتظاميې په وينا د دواړو ډلو تر منځ په شخړه او په علاقه کې د امنيت خرابولو په لړ کې یې د ګڼوکسانو خلاف [ايف ای ار] هم درج کړی دی.

ياده دې وي چې د کېلاش قبيلې ځانګړی کلتور، دودونه او خویونه لريو دوی نه غواړي چې د ټبر یو تن یې عقیده واړوي او بل مذهب ومني.

XS
SM
MD
LG