د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا شېراني ګمارنه وننګول شوه


مولانا محمد خان شېراني
مولانا محمد خان شېراني

د زیارت په ورځ د په اسلام اباد های کورټ کې د پاکستان اسلامی نظریاتی کونسل چیېرمېن په توګه د مولانا محمد خان شېراني ګمارنه ننګول (چېلنج) شوې ده.

له لومړنۍ اورېدنې د لوی عدالت قاضي (جج) عامر فاروق د پاکستان وفاقي حکومت ته یادګېرنه استولې چې په لسو ورځو کې دننه دې خپل ځواب ووايي.

خو د اسلامي نظریاتي کونسل یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې مولانا محمد خان شېراني پر دغه څوکۍ د آیین او قانون مطابق ګمارل شوی دی.

په ۲۰۱۳م کال د پاکستان ولسمشر مولانا محمد خان شېراني د اسلامي نظریاتي کونسل په توګه وګماره. نوموړی له بلوچستان صوبې د قامي اسمبلۍ لپاره د (ژوب ــ شېراني ـــ کلا سیف الله) حلقې څخه د قامي اسمبلۍ غړی هم ټاکل شوی دی.

د مولانا شېراني خلاف درخواست د منېجمنټ ساینسیز لاهور پوهنتون کې د قانون ښودولو یوه استاد معین حیات چیمه د خپل یوه وکیل مرزا شهزاد اکبر په مرسته دایر کړی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د درخواستکوونکي وکیل مرزا شهزاد اکبر وویل د ده موکل معین حیات چیمه ادعا کوي چې مولانا شېراني د دې څوکۍ جوګه نه دی ځکه چې هغه د قومي اسمبلۍ غړی دی او د قانون له مخې هېڅوک د حکومت تر انتظام لاندې ادارې مشري نه شي کولي.

د وکیل مرزا شهزاد اکبر په ادعا چې مولانا شېراني نه په یو پوهنتون کې زده کړې ترلاسه کړې دي، نه ورسره یوڅه قانوني روزنه شته او نه ورسره د اسلامي فقې په اړه یو څه څېړنیز رپورټ شته. بلکې شېراني یواځې متاءالعلوم کوټې او له معراج العلوم بنو څخه دیني زدکړې کړې دي.

،،اسلامي نظریاتي کونسل په مکمله توګه د حکومت تر انتظام لاندې اداره ده، له ولسمشر سره یې اختیار دی او ګمارنې یا تقرریانې یې هم هغه کوي. که د مولانا شېرانی تقرري وکتل شي نو هغه په دې بنیاد چېلنج کړل شوی دی چې هغه د دې عهدې لپاره اهلیت نه لري، له هغه سره د دې عهدې لپاره رسمي تعلیم نشته، که د مذهب خبره وکړو چې پکې د مولانا یو څه مخصوص صلاحیت وي نو په هغه کې یې نه یوڅه تحقیقاتي پاڼې شته، نه یوڅه رپورټونه او نه یې مذهب په تفصیلي توګه لوستلی دی،،

اسلام اباد هايې کورټ ته ورکړې شوې درخاست کې ویلي شوې چې اسلامي نظریاتي کونسل غړیو ته د اسلام فلسفه، د پاکستان معاشي، سیاسي او قانوني مسایلو په اړه پوره مالومات پکار دي.

درخاست کې لیکل شوي چې د مولانا محمدخان شېراني ګمارنه د واکمن ګوند مسلم لیګ نون له اړخه د جمعیت علماء اسلام ف ډلې خوشالولو یو کوښښ دی او په دې لړ کې لږ هم غور نه دی شوی چې ګنې مولانا شېرانی د دې څوکۍ پر معیار پوره خېژي او که نه.

د مولانا محمد خان شېراني د تقررۍ خلاف درخاست پر یو داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په مختلفو معاملو لکه دا چې [یو خاوند خپلې ښځې ته لاس اچولی شي] غوندې وړاندیز ورکولو پس تر نیوکو لاندې دی.

XS
SM
MD
LG