د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال: که پاکستان پر تورخم دروازه کار ونه دروي نو دنده به پرېږدم


حضرت عمر زاخېلوال
حضرت عمر زاخېلوال

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې پاکستانيو چارواکو پر تورخم د دروازې کار نه دی درولی او د پرونيو (چارشنبې) خبرو خلاف ګام يې پورته کړی دی.

نوموړي نن (پنجشنبه) پر خپلې رسمي فېسبوک پاڼې ليکلي چې له پاکستاني چارواکو سره په پرونيو خبرو کې پر دې سلا وشوه چې تر هغو چې د خبرو اترو له لارې اوسنۍ لانجه نه وي هواره شوې، پر دروازه به کار درول کيږي خو د پرونۍ ناستې خلاف پاکستانيو چارواکو پر تورخم دروازه کار پېل کړی او دا رنګ يې ورکړی چې د کار پېل يې هم د پرونیو خبرو په درشل کې تر سره کړی دی.

زاخېلوال ليکلي، په دې اړوند يې د پاکستان پوځ مشرتابه ته پېغام لېږلی او ورته ليکلي يې دي چې دوی نه يواځې د توقع خلاف کار نه دی درولی بلکې په غلطه يې دا ښودلي چې کار د پرونيو خبرو پر اساس شوی دی.

نوموړي دا هم ورته ليکلي، که پاکستان د دروازې جوړولو کار بند نه کړي نو نور دلیل نه پاتې کیږي چې په هغه هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ته دوام ورکړي. نوموړی پرمخ کاږي چې په داسې صورت کې به د تورخم د موضوع او شخړي بشپړ تفصیل عام کړي او د نوموړي په وينا هر ډول راتلونکې ناخواله عواقب به د پاکستان پر اوږو وي.

پاکستاني چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه ډول غبرګون نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG