د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلامي نظریاتي کونسل د غېرت په نامه وژنې غېراسلامي وبللې


مولانا محمد خان شېراني
مولانا محمد خان شېراني

اسلامي نظریاتي کونسل د غېرت په نوم وژنه غېر اسلامي او د ملکي قانون پرضد کار ګرځولې دې او ویلي يې دي چې اسلام هېڅ یو تن ته دا اجازه نه ورکوي چې د غېرت په نامه ښځې ووژني.

د نهې په ورځ اسلامي نظریاتي کونسل په خپلې یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د غېرت په نوم وژنه جرم دې او د پاکستان په قانون کې د قتل د ټولو قسمونو لپاره سزاګانې موجودې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې بدکاري او فحاشي په لویو ګناهونو کې راځي او په شريعت کې د دې لپاره سزاګانې هم مقررې شوي دي خو اسلام هېڅ یو تن ته دا اجازه نه ورکوي چې هغه یو خپل رشته دار په غېر اخلاقي کار کولو وګوري او په خپله ورته سزا ورکړي.

د زنانوو حقونو لپاره کارکونکې تنظيم عورت فاونډېشن صائمه منير وايي چې په ملک کې په تېرو څو اونو کې د غېرت په نوم د وژنې یو شمېر پېښې رامخې ته شوې او اسلامې نظریاتي کونسل تېره ورځ صرف یوه اعلامیه جاري کړه او ګڼي چې خپل کار يې پورا کړو پکار خو دا ده چې یاد کونسل بار بار د اولس په وړاندې دا مسله راپورته کړي،

د ذکر ده چې د تېر اتوار په ورځ د سني اتحاد کونسل څلوېښتو مفتیانو هم په خپلې اجتماعي فتوې کې وېلې و چې د غېرت په نوم وژنه جاېز ګڼل کفر دی او اسلام د غېرت په نوم د وژنو هېڅکله اجازه نه ورکوي نو د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د دا قسمه پېښو مخنيوي لپاره دې کوټلې قانونسازي وکړي،

مفتي فضل منان وايي چې اسلام کله هم یو انسان ته دا اجازه نه ورکوي چې هغه دې یوه زنانه د غېرت په نوم ووژني ځکه چې اسلام زنانوو ته یو ستر مقام ورکړې دې،

یاده دې وي چې په تېره اونۍ کې د پنجاب په لاهور ښار کې یوې مور خپله لور په خپله خوښه د واده کولو ورستو وسوځوله،

له دې علاوه تېره میاشت د پنجاب صوبې په مري ښار کې د یوې کورنۍ ځینو کسانو د سکول یوې استادې ماریې ته هغه وخت اور ورته کړ چې هغې له رشتې انکار وکړ،

دا دې هم یاده وي چې د سږني کال په اپرېل میاشت کې د خېبر پښتونخوا په اېبټ اباد ضلع کې د جرګې غړیو عنبرين نومې نجلۍ د غېرت په نوم ووژله او ورستو يې پرې پټرول وپاشل او اوور يې ورته کړو.

احمد الله- مشال رېډیو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG