د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزيز: د تورخم ستونزه باید په خبرو هواره شي


په داسې حال کې ده، چې پر پاک افغان پوله تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ لا هم تاوترېخوالى دوام لري، د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، "ضروري ده چې دواړه هېوادونه روان کړکېچ په خبرو حل کړي."

له تېرو درو ورځو راهيسې د افغانستان او پاکستان پر سرحدي سيمه تورخم کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ حالات ترينګلي دي، چې په نتيجه کې يې دواړو غاړو پر يو بل ډزې کړي او دواړو خواوو ته پکې ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

پاکستان وايي، چې د افغان ځواکونو په ډزو کې د امنيتي ځواکونو د يو ميجر علي جواد خان چنګيزي وژل شوى او څو تنه نور سرتېري يې پکې ټپيان شوي دي.

له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستانيو سرحدي ځواکونو په ډزو کې تر دې دمه ٣ افغان سرحدي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د چهارشنبې په ورځ پر پاک افغان پوله تورخم کې په رامنځټه شوي کړکېچ اندېښنه او د ميجر جواد علي په مړينه خواشيني ښودلې او ټينګار يې کړى، چې "دواړه خواوې بايد دا موضوع په خبرو حل کړي."

په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښتې پيل شوې، چې پاکستانيو ځواکونو غوښتل په تورخم کې پر خپلې خوا دروازه جوړه کړي، چې دا ګام د ترهګرو د مخنيوي او د دواړو هېوادونو د امنيت لپاره مهم بولي.

د خارجه چارو وزارت د ياد وزارت د سلاکار سرتاج عزيز په حواله په يوې خبرپاڼه کې ويلي:

"په تورخم کې د سرحدي تنظيم پر پوله د غېر قانوني تګ راتګ، د قاچاقي توکيو د مخنيوي، د خلکو او موټرونو د سهولت او همداشان د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره مهم دى. "

ښاغلي عزيز همداراز د پولې په دواړو غاړو کې تلپاتې سوله او ثبات د سرحد په تنظيم پورې تړلى او په خبره يې، د پولې تنظيم د دواړو هېوادونو او ولسونو د امنيت لپاره ضروري دى او ټينګار کوي، چې دا پر پوله له موثرو ګامونو اوچتولو پرته په دواړو غاړو کې سوله نه شي راتلى.

د بهرنيو چارو د وزارت د بيان له مخې، ښاغلي عزيز ټينګار کړى، چې د دواړو لوريو لپاره ضروري ده چې دا ستونزه له خبرو اترو له لارې حل کړي او خبره يې:

" روان کړکېچ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هغې دوستۍ روح اغېزمنوي، چې د ګډ مذهب، کلتور او د دواو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د ژورو اړيکيو په بنياد ده."

له بلې خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر زاخېلوال دغه وزارت ته ورغوښتى او د افغان سرحدي ځواوکنو په ډزو کې يې د خپل ميجر علي جواد چنګيزي په وژنه يې ورته سخت احتجاج کړى دى.

دغه وزارت په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت سکرتر اعزاز احمد چودري له افغان سفيره غوښتي، چې "افغان حکومت دې په فوري توګه په تورخم کې د افغان ځواکونو له خوا د ډزو مخنيوى وکړي."

چودري همدارز د افغانستان هغه تورنه هم رد کړي، چې وايي پاکستانيو ځواکونو په تورخم کې پوځي تاسيساتو جوړول د دواړو هېوادونو د هوکړې خلاف دي او ټينګار کوي، چې پاکستان پر خپلې خاورې يې دا تاسيسات جوړول تر هغې وروسته پيل کړي، چې په تېره مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ليدنو کتنو کې پرې موافقه وشوه.

اعزاز چوهدري هم سرحدي تنظيم د دواړو هېوادونو د امنيتي او د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوى لپاره مهم بللى او ټينګار يې کړى، چې دواړوه لوري بايد ستونزه په تعميري هماهنګۍ اواره کړي.

تر مخکې په تېرې مۍ مياشت کې هم په تورخم کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د خاردار تار د لګولو له امله د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو پر يو بل تور برېخ کړى و، چې په نتيجه کې يې تورخم دروازه تر څلورو ورځو تړلې وه، خو بيا وروسته په اسلام اباد کې د افغان سفير او د پاکستاني پوځ د مشر تر ليدنې وروسته دا دورازه بېرته پرانېستل شوه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG