د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په اتمه برخه کې د قبايلي سيمو پر اقتصاد د اېف سي ار اغېز ته کتنه شوې ده. په فاټا کې د انګرېز له وخته تپل شوی قانون فرنټير کرايمز رېګولېشن يا اېف سي آر ځايي ولس نه يوازې په سياسي او ټولنيزو ډګرونو کې اغېزمن کړی بلکې د دې سيمې او ولس پر اقتصاد يې هم اغېز کړی دی. ((اېف سي ار او پښتانه)) نننۍ خپرونه کې د فاټا او د دې سيمې د ولس پر اقتصادي حالت د اېف سي ار پر اغېز بحث شوی دی. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.