د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې جګړه ودرېدلې


د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیه وایي، تېر ماښام پر تورخم پوله د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې، چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته مالي او ځاني تاوانونه اوختي دي.

د چارواکو په خبره، دغه نښته هغه مهال پیل شوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو یو ځل بیا په تورخم کې د دروازې يا ګیټ لګولو تعمیراتي چارې پيل کړې.

خو نن د سېشنبې په سهار را په دېخوا جګړه نشته، د لواړګي په بازار کې لګول شوې کرفيو ختمه کړل شوې، خو په تورخم کې لا هم خلکو ته اجازه نشته چې له خپلو کورو او ځايونو بهر ته ووځي.

XS
SM
MD
LG