د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو ملتپالو پر تورخم د خنډونو ختمولو غوښتنه کړې


تورخم ور
تورخم ور

پښتانه ملتپال ګوندونه وايي، د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید پر تورخم دروازه د خلکو تګ راتګ اسان کړي.

دوي وايي، د روانې جون میاشتې له لومړۍ نېټې د پاکستان له خوا پر تورخم دروازه د افغانستان له وګړو د ویزو غوښتنې او تاوتریخوالي پښتانه له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند ویاند سنېټر زاهد خان وايي، پاکستان باید له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي. دی زیاتوي چې په ۱۹۲۱م کال په هند کې د انګرېزانو واکمنانو او د افغانستان دولت ترمنځ یو تړون شوی و. په هغه کې ویل شوي که په راتلونکې کې پر ډیورنډ کرښه هر ډول بدلون راځي نو د دواړو دولتونو (افغانستان او په هند کې انګرېز واکمنان) ترمنځ به یې فیصله کېږي. او اوس چې پر تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره د ویزې شرط کېښودل شو، نو په دې کې افغان حکومت غږول شوی دی که نه، او که نه دی غږول شوی؟ دا د دواړو غاړو له پښتنو سره زیاتی دی، که فرض که دا پوله خرابه شوې ده نو د دې ذمه وار خو هم پاکستان دولت دی. پکار دا ده چې پاکستان له افغانستان سره ښه تعلقات جوړ کړي. نو داچې دوی [پاکستان] دښمني نوره زیاتوي، د دې یوڅه ګټه پاکستان ته شته؟)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او پخواني سنېټر عبدالروف بیا په دې اړه مشال راډیو ته وویل، کله چې د پاکستان حکومت پر افغانستان نور فشار/دباو اچول غواړي نو دغه ډول ګامونه پورته کوي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر دې ډاډه ده چې په دغه ډول کړنو هېڅوک هم د پښتون افغان ملت لارې نه شي بندولای. او ترڅو چې ډیورنډ کرښه د تاریخ یوې وروستۍ پرېکړې ته نه وي رسېدلې، پر ډیورنډ کرښه به د افغان ولس تګ راتګ جاري وي.

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، پاکستان باید پر تورخم دروازه د ویزو غوښتنې ته بیاکتنه وکړي. د ده په وینا، داسې ګامونه د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې د ښه کولو پرځای لا پسې خرابوي.

نوموړي وویل: (موږ غواړو چې دواړه غاړې دې دا مسله په خپلو کې په خبرو هواره کړي. دا دواړو ملکونو لپاره په دې وجه ښه نه ده چې له کبله یې ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. او نوره به زیاته شي، د دې لپاره یو لار لټول پکار ده چې دواړو ملکونو ته د منلو وړ وي. په افغانستان کې پښتانه اوس د پخوا غوندې له پاکستان سره مینه نه لري، او موږ ته پکار ده چې د هغوی زړه مینه بیرته خپله کړو. هغوی زموږ وروڼه ده او د دې لپاره باید هم دا کوښښ وکړل شي.

د یادولو ده چې په تېره مې میاشت کې هم د تورخم دروازې له تړولو سره دواړو غاړو ته په زرګونه خلک ایسار پاتې شوي ول.

XS
SM
MD
LG