رفعت انجم
اسلام اباد: د افغانستان حکومت وايي د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په افغانستان کې نشته.
د افغان حکومت له اړخه دا څرګندونې تر هغه وروسته مخې ته راغلې دي چې د پاکستان پوځ له امريکا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د پاکستانيو طالبانود مشر پر ضد عمليات وکړي.
د افغان ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د پاکستانيو طالبانو مشر ملا فضل الله د دوي پر مځکه شتون نه لري.
دوا خان مینه پال وویل ، "پاکستان غواړي چې د نړیوالو پام په خپله خاوره کې د د طالبانو د مشر د وژنې له پېښې واړوي.
نوموړي وویل ، ښکاره او معلومه خبره ده چې د ترهګرو تر شا څوک ولار دي ، د ترهګړو مشران چېرته دي او د ترهګرو په نامه شورګانې په کوم هيواد کې دې؟
دوا خان مینه پال زیاته کړه چې که چېرته دلته ترهګر وای نو پر ضد به یې هوايي بریدونه شوي وو ، نو د دې مانا دا ده چې په افغانستان کې هغه څوک چي د بل هيواد په تاوان وي هغوی دلته وجود نه لري "
د افغانستان او پاکستان تر منځ دا بحث له هغه وروسته لا پسې تود شوی دی چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د مې پر ۲۱مه نېټه د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي ادارې – آی ایس پي آر – له خوا د جمعې په ورځ ناوخته په یو خبرپانه کې وویل شو چې پاکستانیو او امریکايي چارواکو په راولپنډۍ کې لیده کاته وکړل.
په دې لیدو کتو کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى رچرډ اولسن ، په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو امريکايي قوماندان جان نیکولسن او د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف له یو بل سره خبرې اترې وکړې.
د خبرپاڼې په لیکنه ، جنرال راحیل شریف د مې پر ۲۱مه د شوي ډرون برید په اړه اندېښنه وښودله او دا یې د پاکستان له خودمختارۍ سرغړونه وبلله.
خبرپاڼه زیاتوي چې جنرال راحیل شریف دا هم وویل چې له دې برید سره د پاکستان او امریکا خپل منځي باور او احترام ته زیان رسېدلی دی.
د پوځ د مشر د بیان په اړهد سيمه ییز چارو کار پوه رحيم الله يوسفزی وايي ، امريکا مخکې هم په افغانستان او پاکستان کي د وسله والو پر ضد بريدونه کړي دي.
ده وویل ، د افغانستان حکومت د پاکستان مخالفينو له او پاکستاند افغانستان مخاليفینو له پناه ورکړې ده او دواړه ملکونه دا کارونه کوي خو چې اوس دواړه انکار کوي نو دا د دوی خوښه ده.
رحیم الله یوسفزي وویل ، ترهګر پر يوه ځای نه پاتې کېږي هغه ځکه چې دوی پوهېږي چې پر ضد یې عملیات کېدای شي.
تر دې وړاندې د به بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل ، چې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې یاد برید په افغانستان کې د سولې بهیر ته زیان رسولی دی.