د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا ایني حېثیت اړولو پرېکړه به پارلمان کوي'


د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ویلي دي چې د فاټا لپاره حکومتي اصلاحاتي کمېټۍ خپلې سپارښتنې سرته رسولي دي او ډېر ژر به دغه اصلاحات وزیر اعظم او پارلمان ته وړاندې کړل شي چې د قبایلي سیموایني حېثیت بدلولو فېصله وکړای شي.

په اسلام اباد کې د پاکستان خبري ایجنسۍ اې پي پي په وینا، وفاقي وزير دغه څرګندونې د شورو ورځ په سېنېټ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. نوموړي وویل چې قبایلي مشران د فاټا موجوده حېثيت پرځای ساتل غواړي خو ځوان کول، سوادګر اونور كسان یې بیا له خېبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو ملاتړي دي. دی وايي د فاټا راتلونکې په اړه به وروستۍ پرېکړه پارلمان كوي.

عبدالقادربلوڅ ویلي که د فاټا ولس ته په ځايي کچه د خپلو استازیو ټاکلو جمهوري حق وركړل شي نو له دې سره به هغوی د خپلو ستونزو هوارولو جوګه شي او هغوی یې وړتیا هم لري.

د سېفران وفاقي وزیر پر دغه بیان له خېبر ایجنسۍ سېنېټر تاج محمد اپرېدي مشال راډیو ته په خپلو څرګندونو کې هیله وښودله چې حکومت به د فاټا ولس په ګټه فیصله وکړي.

خو له مشال راډیو سره په خبرو کې د قبایلي سیمووکیلانو اتحادیې مشر او د فاټا چارو شنونکی او وکیل اعجاز مومند هیله من نه دی او زیاتوي چې حکومت د فاټا ایني حېثیت بدلولو کې سنجیده نه دی او د کمېټیو له لارې د قبایلي ولس وخت خرابوي.

نوموړي زیانه کړه:

((دوی هغه مشران یادوي چې چا ته د ګورنر له کوره او له فاټا سیکریټرېټه پېسې ورکړل شوي دي او د یوې ایجنسۍ پوليټیکل ایجنټ به هغه مراعات یافته مشران راوستل او دوی به د اېف سي ارپه حق کې بیانونه ورکول خو کله چې به دې مشرانو یا مراعات یافته ملکانو د نورو قبایلو خبرې واورېدی او لکه په وزیرستان کې په ډاګه دوی ته ویل شوي ول چې موږ نور دا تور قانون نه غواړو موږ په پښتونخوا کې ګډېدل غواړو. دغه رنګ په خېبر ایجنسۍ کې درې درې نیم زره خلک راوتلي ول هغوی د دې کمېټۍ او د اېف سي ار پر ضد احتجاج کړی و. نو موږ هم دا خبره کوو، پنجاب دا نه غواړي چې فاټا په پښتونخوا کې ضم شي او د دې لویه وجه دا ده چې له دې سره به د پنجاب په ګټه کې کمی راشي.))

یاده دې وي چې د وزیر اعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په مشری فاټا اصلاحاتي کمېټۍ د قبايلي سیمو د ۷ ایجنسو دورې کړي دي او له هلته یې له مشرانو، وکیلانو، ځوانانو اوتاجرانو سره ملاقاتونه کړي ول او د فاټا ايني حېثیت بدلولو په اړه یې ترې رایې اخیستې وې.

XS
SM
MD
LG