د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز – تخار پر لویه لار د برمته و مسافرو له ډلې یې ډېری کسان خوشې کړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن آزادۍ راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله له له منګولود نهو تنو مسافر پرته نور ټول راخوشې کړي دي.
د چارشنبې ورځ طالبانو د کندز – تخار پر لویه لار د دوو بسونو ۴۷ سورلۍ له ځانه سره یوړې.
د کندز ـــــــ تخار پر لویه لار دا لومړۍ پېښه نه ده، تېره اوونۍ هم پر دغه لار د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ طالبانو وتښتولې، شاوخوا ۱۶۰ تنه یې خوشې کړل شوي ول، ۱۲ کسان یې وژل شوي او لا هم اته کسان ورسره دي.