د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پروېز خټک په حکومت کې خېبر پښتونخوا بدله نه شوه'


د پاکستان تحریک انصاف له هنګو څخه د قامي اسمبلۍ غړی خیال زمان اورکزی وايي چې د ده په ګډون د قامي اسمبلۍ پنځو غړیو د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک خلاف بې باورۍ یا عدم اعتماد تحریک چلولو پرېکړه کړې. نوموړی ادعا کوي چې په دې لښکر کې ورسره د تحریک انصاف ټول هغه غړي او کارکنان ملګري چې د خېبر پښتونخوا حکومت یې پرمخ ورونه تړلي دي.

خیال زمان اورکزي د مشال راډیو له خبریال خالد خان سره په یوه مرکه کې وویل، په خېبر پښتونخوا کې ولس د دې لپاره د عمران خان تر شا ودرېدلی او د ده ګوند ته یې رایې ورکړلې چې [موږ له خلکو سره د یوه نوي پاکستان، له غلا او درغلیو پاک پاکستان وعده کړې وه] خو په واک کې له راتلو سره دا دی په خېبر پښتونخوا کې د پروېز خټک په مشرۍ د حکومت درې کاله وشول نه مو تبدیلي راوړه او نه مو خېبر پښتونخوا بدله کړه. نوموړي پر اعلا وزیر پروېز خټک تور ولګاوه چې ټول واک اختیار یې اول خپلې کورنۍ، خپلې ضلعې او ښار او بیا تر خپلو ملګرو او دوستانو محدوه کړی دی.

اعلا وزیر پروېز خټک
اعلا وزیر پروېز خټک

د قامي اسمبلۍ غړي خیال زمان اورکزي د خپل ګوند پر اعلا وزیر پروېز خټک تور ولګاوه چې د ده په اقتدار کې پېښور د نړۍ دویم چټلی او ککړ ښار وګرځېدلو. په تعلیم کې خېبر پښتونخوا وروسته پاته شوله.

نوموړی ادعا کوي چې د خېبر پښتونخوا حکومت هر وزیر یوازې تر خپلې ضلعې محدوده ده، په دوی کې هېڅ یو هم بل ښار او ضلعې ته نه ځي چې هلته د ولس څه حال دی.

ښاغلي اورکزي وویل، خېبر پښتونخوا حکومت د ځايي حکومتونو فنډونه او اختیارات بیرته واخیستل او ادعا یې وکړه چې د ښاروالۍ یا بلدیاتي ادارو اکثریت استازي د پروېز خټک خلاف له دوی سره ملګري دي.

د قامي اسمبلۍ غړي خیال زمان اورکزي له مشال راډيو سره په خپلو څرګندونو کې دا دعوا هم وکړه چې کله په خېبر پښتونخوا کې د دوی ګوند پاکستان تحریک انصاف په صوبه کې د درغلیو او کرپشن خلاف د احتساب یوه اداره جوړه کړه خو هغې چې کله د تحریک انصاف وزیران او غړي په کرپشن کې ونیول نو یې دغه اداره وتړله او هغه ټول اسناد یا فایلونه یې ګټرونو یې چریو ته وغورځول.

خیال زمان اورکزی چې خپله د هنګو ضلعې اېن اې ۱۶څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی دی وايي، د اعلا وزیر پروېز خټک خلاف تحریک کې له ده سره د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د پېښور اېن اې ۳ قامي اسمبلۍ غړی ساجد نواز خان، د لکي مروت اېن اې ۲۷ قامي اسمبلۍ غړی کرنل ریټایېرډ امیر الله خان، له مالاکنډه د اېن اې ۳۵ قامي اسمبلۍ غړی جنېد اکبر او له ډېره اسماعېل خان د اېن اې ۲۵ د قامي اسمبلۍ غړی انجینیېر داوړ خان کنډی مله دي. ​

XS
SM
MD
LG