د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا به ګام په ګام له خېبر پښتونخوا سره ګډه شي'


د قبایلي سیموقانوني او آییني اصلاحاتو لپاره د پاکستان وزیر اعظم ګمارلې کمېټۍ د خپلو سپارښتنو چارې سرته رسولي دي او تمه ده چې تر کوچني اختر وروسته به وزیر اعظم نواز شریف ته وړاندې کړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو پارلماني استازیو مشر حاجي شاه جي ګل د دوشنبې په ورځ مشال رېډیو ته وویل د فاټا اصلاحاتو لپاره ګمارلې کمېټۍ د قبایلي سیمو له ولسه، پارلماني استازیو او ورسره په قبایلي سیمو کې له مېشتو پاکستانیو امنتیي ادارو سپارښتنې راغونډې کړې دي او چې کله وزیراعظم نوازشریف چې دا مهال په لندن کې تر درملنې لاندې دی هېواد ته ستون شي نوهغه ته به وړاندې کېږي. نوموړي هیله وښوده چې پر ممکنه اصلاحاتو به په مرحله واره توګه عمل وشي.

شاه جي ګل زیاته کړه وړاندې وزیر اعظم دا خبره هم کړې چې کله حکومت، نورې اړونده ادارې، د فاټا لپاره ګمارلې اصلاحاتي کمېټه او د فاټا پارلماني استازي پر مجوزه سپارښتنو یوې هوکړې ته ورسېږي نو وروسته به د پاکستان سیاسي ګوندونه هم په اعتماد کې اخیستل کېږي.

نوموړی زیاتوي چې اوس د دغه اصلاحاتو په عملي کولو کې هېڅ لویه ستونزه نه ده پاتې بلکې د پاکستان حکومت او ایسټېبلیشمېنټ دواړه پر دې نظر دي چې تر څو قبایلي سیمو ته د نور ملک غوندې قانون او آیین نه وي غځول شوی نو تر هغو هلته حالات نه شي سمېدلای، نه دا انتهاپسندي ختمېدلای شي، او نه روانه ترهه ګري پای موندلای شي. که هلته قانون او آیین نه وي نو که یوځل ترهه ګري ختمه هم شي بیا به سر راپورته کړي. نو د دې یوازنی حل هم دا دی چې هلته قانون او آیین وغځول شي، عدالت راشي، واک ځايي ولس ته وسپارل شي. د سیمې ګټه وټه قانوني کړل شي. نو له دې سره به ۸۰ فیصده ستونزې هوارې شي.

فاټا به ځان ته کونسل یا صوبه وي که به له خېبر پښتونخوا سره ګډېږي؟

په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو پارلماني استازیو مشر حاجي شاه جي ګل د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، زغرده نه ښکاري چې فاټا دې له خېبر پښتونخوا سره یوځای کړل شي، خو کېدای شي ګام په ګام یې خېبر پښتونخوا ته ورنژدې کړي. که په مرحله واره توګه دغه کار ترسره شي نو په دې کې د قبایلي ولس هم ګټه ده. ځکه چې ناڅاپي ولس له یوه نظامه بل ته اړول، خپله ستونزې جوړوي. خو که پوړ په پوړ او ګام په ګام ورو ورو ولس له نوي سیسټم سره اموخته کړل شي دا به ګټه وشیندي. او که په دې کې یوڅه ستونزه هم وي نو هغه لیرې کېدلای شي. حکومت او ایسټېبلیشمېنټ هم په دې خبره رضا دي چې په فاټا کې به اصلاحات مرحله وار راولي. زه یوه خبره درته سپینوم چې په پای کې به قبایلي سیمې هرومرو له خېبر پښتونخوا سره یوځای کېږي.

د اصلاحاتو پس د فاټا حیثیت؟

لومړی: واک به ولس ته سپارل کېږي. د دې له مخې به په ځايي کچه یوه څارونکې کاري ډله ټاکل کېږي چې پرمختیايي او اداري چارې به سمبالوي.

دویم: د ښاروالۍ یا ځايي حکومتونو ټاکنې به کېږي، دغه ټاکنې په دې ضروري ده چې د ځايي مشرانو او ملکانو ځای ونیسي ځکه پر دغو مشرانو نور د [ولس باور ختم] شوی دی.بل په سیمه کې د ترهه ګرۍ او وسله ډلو له راتلو سره د قامي مشرانو هم هاغه زوړ زور نه دی پاته.

درېم: هلته به عدالتونه غځول کېږي او ځايي ګټه وټه به قانوني کېږي.

XS
SM
MD
LG