د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې نن لومړۍ روژه ده


د ګل په ورځ د روژې مياشتې کتو لپاره د مرکزي رويت هلال کميټۍ په اسلام اباد کې د لومړنیو شهادتونو له ترلاسه کېدو پس په ټول پاکستان کې د نهې په ورځ د روژې نیولو سرکاري اعلان وکړ.

د پيښور په مسجد قاسم علې خان کې هم د زونل کميټۍ او مسجد انتظاميې په خپله ناسته کې د روژې اعلان وکړ.

د پاکستان سر ښار اسلام اباد زونل کمېټیو، د پاکستان مرکزې رویت هلا کميټې له شهادتونو آګاه کړه چې له هغې ورستو د مرکزي کمېټۍ مشر مفتي منيب الرحمان چې په کراچۍ کې د موسمیاتو محکمه کې د مياشتې لیدو لپاره ناسته لرله د روژې اعلان وکړ.

له اعلانه پس مفتي منيب الرحمان له رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزیر او د خېبر پښتونخوا مذهبي ادارو مننه کوي چې په ټول ملک کې یې سږ کال پر یوه ورځ د روژې نیولو لپاره خپلې هڅې او مرستې وکړې. نوموړي د مفتي شهاب الدين پوپلزي او د خېبر پښتونخوا د نورو علماو ترمنځ هم د اتحاد راوستولو مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG