فرایډی ټایمز مجله په خپل یو راپور کې لیکي، په پاکستان کې د مدرسو د راجستر کولو پروسه او یا د دوی د فنډونو حساب کتاب کول یو ګران کار دی ځکه چې نه خو حکومت په دې کې سنجیده معلومیږي او نه د مدرسو چلونکي دا خوښوي چې د دوی د پېسو حساب کتاب دي وشي.
ورځپاڼه لیکي، په پاکستان کې داسې مدرسې دي چې رجسټر شوي نه دياو په دغو مدرسو کې وسلوال محفوظ ځای لري او له دغو ځایونو له یو بل سره په رابطو کې وي.
ورځپاڼه د سند صوبې په اړه لیکي، په شکار پور او جیکب اباد کې په شیعاګانو د تازوو بریدونو وروسته اوس دا خبره ډېره ضروري ده، چې امنیتي ادارې او حکومت په دغه سیمه کې د وسله والو خلاف سخت ګامونه پورته کړي.
په کراچۍ کې په هدفي وژنو کې هم ګڼ شمېر کسان ووژل شول چې پکې د بشري حقونو لپاره کارکونکي او د مدني ټولنې غړي هم شامل دي. ډیلي ټایمر د سند صوبې مذهبې چارو او اوقاف د مرستیال ډاکټر قیوم سومرو سره په دې اړه خبرې کړي دي.
ډاکټر قیوم سومرو وایي د دوی په مرستو په لومړي ځل د سند صوبې د ټولو مذهبي ډلو مشرانو ته دا بلنه ورکړل شوه، چې دوی دې کینې او په دغه صوبه کې د فرقه ییزو نښتو او نورو وسلوالو بریدونو په ختمولو کې دې له حکومت سره مرسته وکړي. نوموړی دا هم وایي چې دوی په دغه صوبه کې د مدرسو خلاف عملیات په دې هم بند کړل چې په بدامنۍ خورولو کې به یو څو مدرسې ککړې وي، نو باید دغه تور په ټولو ونه لګول شي.
فرایډي ټایمز وړاندې لیکي، دوی د جامعه بنوریه د مفتي محمد نعیم سره ولیدل او له هغه یي وپوښتل چې دوی ته فنډونه له کومې راځي؟ لیکوال وایي که څه هم مفتي نعیم د بهرنیو مالي مرستو نه انکار وکړ خو دا یي وویل چې خلک له دوی سره مرستې کوي او بیا دوی ځینې کاروبارونه هم لري.
په کراچۍ کې لس مدرسې لرو، او د یوې مدرسې د یوې میاشتې خرچه یو کروړ روپۍ ده.د بنوریه مدرسې مهتمم مفتي نعیم
لیکوال دا هم وایي چې دی ډېر حیرانه شو چې مفتي نعیم د مدرسو په اړه د برتانیي او امریکا په پروپېګنډو سخت تنقید وکړ خو بیا ډېر په فخر یې دا هم وویل چې د برتانيي او امریکا نه خلک دوی ته پېسې رالیږي.
ورځپاڼه د یو مذهبي سکالر ذولفقار لخوا لیکي حکومت نه غواړي چې د مدرسو رجسټرېشن او یا مالي حساب کتاب دې وشي، او د مدرسو چلونکي هم دا نه غواړي چې د دوی د فنډونو او مالي مرستو حساب دې وشي، ځکه بیا خو به دا په ډاګه شي، چې دغو مدرسو له پېسې له کومې خوا راځي؟ او دوی یي څنګه مصرفوي، او نه حکومت په دغه کار کې سنجیده مالومیږي.
مجله دا هم لیکي چې په پاکستان کې د مدرسو په نصاب نظر ساتل هم څه اسان کار نه دی او نه چارواکي غواړي چې په دغه کې دې څه بدلون راشي، ځکه چې ډیرې مدرسې د جهاد په اړه هم د ځوانانو ذهنونه جوړوي او دوی دغه نصابي مواد د ټولنې او هغو ادارو نه پټ ساتي چې پر دوی نیوکې کوي.