د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: پاکستان د تورخم مزې په تړلو ناسم کار کړی


د پښتونخوا عوامي ملي ګوند یو مشر عثمان کاکړ
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند یو مشر عثمان کاکړ

په پاکستان کې پښتون ملت پاله ګوندونه وایي، د ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر مینځ رسمي سرحد نه دی او پاکستان ته د سفر کونکیو افغانانو لپاره د ویزو ضروري کولو خبره د وسله والو پټن ځایونو څخه د مخ اړولو لپاره کیږي.

تېره میاشت، په بلوچستان کې، په ډرون بريد کې، د افغان طالبانو د مشر تر وژل کېدو وروسته پاکستان اعلان وکړ چې د امنيت ښه ساتلو لپاره به نور هغه افغانان نه ورپريږدي چې وېزه ورسره نه وي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر عثمان کاکړ په دی اړه نن مشال ریډیو ته وویل .

« د اسلام اباد حکمرانان غلطه خبره کوي. موږ پر دې په سینیټ کې هم خبرې کړي. دا په دې باندې چې دا ډېره اهمه مسئله ده، دا د لکونو انسانانو مسئله ده. »

په دې ورستیو کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال مشال راډیو ته ویلي وو چې هغه د افغانانو ویزو په اړه له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی.

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته اباد لکونه پښتانه د ضرورت پر اساس د یو بل لوري ته تګ راتګ کوي او د کارپوهانو په وینا کله یې هم د سفر لپاره پاسپورټونه او ویزې نه دي اخیستي. د تورخم د مزي تړل کېدو ډېرو مساپرو ته ستونزې پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG