د لاسرسي ځای

تازه خبر

“واک ته رسېدل په جګړه نه بلکې د ولس په ملاتړ ممکن دي”


دا مرستې د افغان ولسمشر اشرف غني له ځانګړي فنډ څخه ورکړل شوې دي. د دې مرستو په ترلاسه کوونکو کې د وژل شوو شپاړسو او ټپي شویو ۵۶ کسانو کورنۍ او خپلوان شامل دي.

د وژل شوو او ټپي شوو کسانو خپلوان که څه هم په ورکړل شوو مرستو خوشاله دي خو په جګړه کې له ښکیلو خواو غواړي چې نور له جنګه لاس واخلي او د سولې لاره خپله کړي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي مشال رادیو ته وویل تیرکال د ولایت په بیلابیلو سیمو کې د سرک د غاړې بمونو ،راکټي بریدونو او په جګړو کې په لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې ولسمشر له خپله ځانګړې فنډه له دې اغېزمنو شوو کورنیو سره پخوا هم مرسته کړې وه.

ده وویل ، د هر شهید کورنۍ ته سل زره او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې . زه د ولس په استازیتوب له ولسمشره مننه کووم.

د چپې درې د کنډۍ اوسیدونکی عطا الله هغه کس دی چې په تېر مني کې یې د کور پنځه تنه په جګړه کې وژل شوي او دوه ټپي شوي وو.

ده وویل ، په کار ده چې په جګړه کې ښکېلې غاړې نور سوله وکړي چې د نورو خلکو کورونه وران نشي.

عطاالله زیاته کړه ، زما کور طالبانو په میزایل ویشتلی و ، پنځه کسان مې شهیدان شول او دوه ټپیان شول .موږ له ټولو وسله والو ډلو غواړو چې نور جنګ بند کړی .جنګ دستونزو د رهواري لاره نده .

مولوي سراج الدین چې خپله د ماین په چاودنه کې ټپي شوی وايي هر څوک چې په دې وطن کې د حکومت کولو اراده لري باید د خلکو له زورولو او وژنو لاس واخلي.

ده وویل ، هغوی باید د ولسونو زړونه خپل کړي ،که څوک په زور او ظلم حکومت ونیسي او ولس يي ملاتړ نه وي هغه حکومت ډیر دوام نه کوي.

مولوي سراج الدین زیاته کړه ، زه په جنګ کې له ښکیلو خواو غواړم چې د پردیو په اشارو خپل خلک ونه وژني ، هرڅوک که دجنګ له لارې مشکلات حل کول غواړي سم فکر ندی.

په افغانستان کې د حکومتي او نړیوالو ځواکونو او وسله والو ترمنځ په جګړه زیاتره وخت عام خلکو ته هم په پراخه کچه مرګ ژوبله اوړي چې حکومت یې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

XS
SM
MD
LG