د لاسرسي ځای

تازه خبر

وروستي توپان د کورمې ولاړ فصلونه ویجاړ کړي


په کورمه کې تازه بارانونو او د سختې ږلېپر زرګونه اېکړه ځمکه ولاړ فصلونه او باغونه ویجاړ کړي دي.

د بوشارو سیمې بخت جمال مشال ریډیو ته وایي، په سیمه کې غنم، ټماټر او د مېوو فصلونه زرخېز شوی ول چې هغه ټول یې له مینځه وړي دي.

په اړولې کې د علي جان کلي مولا جان مشال راډیو ته وویل، بارانونو او ږلۍ ځایي خلکو ته ډېر زیان په بره او منځنی کورمه کې اړولی دی.

په کورمه کې د زیاتره خلکو ژوند پر کرکروندې ولاړ دی.

یو ځایي اوسېدونکي او کرونده ګر شریف زمان وایي، که حکومت دوی سره زر تر زره مرسته و نه کړه نو ډېر کړاو به وویني.

په فاټا کې د قدرتي افتونو سمبالو ادارې یو مشر مجاهد علي وویل، کوشش کوي چې له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د مالوماتو له مخې، د کورمې په ځینو ځایونو کې بارانونو او ږلۍ کورونه او نورې ودانۍ هم چپه کړې دي.

XS
SM
MD
LG