د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم دروازه لا هم بې ویزې افغانان نه شي تېرېدلی


د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي، نن د چارشنبې په دویمه ورځ هم د پاکستان امنیتي ځواکونه یوازې هغو افغان وګړو د تورخم پر دروازه د ننوتو اجازه ورکوي چې پاسپورټ او ویزا لري. په تذکره او مهاجر کارډ باندې څوک نه ورپرېږدي خو البته یوازېشینواری قوم ته په راهدارۍ باندې د تورخم په دروزاره د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

له دې پرته نن سختو ناروغانو او ژوبلو افغان وګړو ته هم پر تورخم دروازه پاکستان ته د ورننوتو اجازه ورکړل شوې چې پیښور ته یې تلل غوښت.

په تورخم کې د کسټم او درامد او برامد (امپورټ ایکسپورټ) چارې نه دي تړل شوې، او دواړو خواوو ته د تېر وخت په پرتله د خلکوډېر کمه شمېره لیدل کېږي،او هغه ګڼه ګوڼه نشته چې پخوا به وه.

په تورخم د سختۍ له وجې په ټرانسپورټ اډو، هوټلونو، او کاروبار باندې ډير اثر پرېوتی دی. چارواکي وایي، چې محصولات یا ریوینیو هم ډير کم شوي دي.

بل پلو بیا له پاکستانه و افغانستان ته په اوښتو هېڅ بندیز نشته، او خلک کولی شي چې افغانستان ته واوړي.

XS
SM
MD
LG