د چېک جمهوریت پولیس وايي، د جنایتکارو هغه نېټورک یې ویجاړه کړی دی چې د کډوالو لپاره یې جعلي اسناد جوړول.
د پولیسو په وینا دې شبکې کډوالو ته د لیتوانیا اسناد جوړول چې له هغې لارې اروپايي ټولنې ته کډوال داخل کړي. په نيول شوو کسانو کې پنځه تنه د اوکراین دي او د نورو په اړه تفصيل نه دی په ډاګه شوی.
که پر نیول شوو کسانو جرم ثابت شي، لس کاله قيد سزا ورته ورکول کېدای شي.