د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په پنځمه برخه کې پر خبريالانو د اېف سي ار اغېز ته کتنه شوې ده. په فاټا کې د انګرېز له وخته تپل شوي قانون فرنټير کرايمز رېګولېشن يا اېف سي آر خبريالان وخت په وخت له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړي دي. ((اېف سي آر او پښتانه)) نننۍ خپرونه کې د قبايلي سيمو خبريالانو ته د اېف سي آر له کبله د دوی شخصي او مسلکي ژوند ته د ورپيښو ستونزو په اړه حال درکوو. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.