د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالو خان د پښتنو اتل دی


د خیبر پښتونخوا د نهم جماعت د انګریزۍ په نوي کتاب کې د پښتنو اتل ملک کالو خان د یو غل او ډاکو په ښودلو سره په مردان او د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې شوې او په ټولنیزو رسنیو هم په دغه ګام سختې نیوکې شوې دي، دوی د پېښور ټیکسټ بک بورډ او د صوبې د حکومت دغه ګام غندلی چې پکې یي ملک کالو خان ته غل او ډاکو وییلی دی.

لیکوال او شاعر اباسین یوسفزی دغه ګام غندي او وایي د پښتنو اتلان او مشران په نصاب کې سم نه ښودل کیږي (( ما پخپله د نهم جماعت د انګریزۍ دغه کتاب لوستی،او دغه مضمون مې هم پکې ولوستو، په دې کې چې کومې واقعې بیان شوي دي، نو دا په تاریخ کې نشته، دوی داسې افسانه غوندې بیان کړې ده، زموږ د تاریخ په اړه ډیر په غیر ذمه دارۍ سره د خیبر پښتونخوا د ټیکسټ بک بورډ په نګرانۍ کې دا جوړ شوی دې، زه دا ګڼم چې دا مناسب ندی،بله دا خبره چې په دغه کتاب کې د لیکوالانو او کره کتونکیو کوم لسټ دی،په هغې کې غالبا یو تن پښتون دی، نور د نومونو او سیمو نه داسې مالومیږي چې نه خو پښتانه دي او نه د پښتنو په تاریخ خبر دي. د خیبر پښتونخوا په تیکسټ بک بورډ کې د پښتنو په مشرانو او اتلانو پسې داسې کنځلې لیکل سخته ناروه ده،دا زموږ د ثقافت او تاریخ خلاف یو سازش دی))

د پښتنو په مشرانو او اتلانو پسې داسې کنځلې لیکل سخته ناروه ده
اباسین یوسفزی

محقق فرهاد علي خاور چې د پښتنو د تاریخ او اتلانو په اړه څیړنه هم کوي د ملک کالو خان په اړه وایي چې هغه د اکبر بادشاه سره جنګیدلی وو او د یوسفزو یو شتمن سردار پاتې شوی دې ((په هغه وخت کې ملک کالو خان د یوسفزو سردار او یو جاګیر دار وو، د صوابۍ نه تر د مردان پورې د دوی جاییدادونه وو، مردان د ملک کالو خان د وراره په نوم وو،کله چې ۱۵۸۱ کال کې یوسفزي دوه ډلې شول،یوه ډله د پیر روښان سره او بله د اخوند دروېزه سره،نو ملک کالو خان په دغه وخت کې غیر جانبداره پاتې شو خو کله چې وروستو اکبر بادشاه د یوسفزو فصلونه وسوزول، کورونه یي ورله وران کړل او ځوانان یي قیدیان شول نو کالو خان راپاسیدو او د مغلو خلاف یي د جنګ اعلان وکړ،له دغې وروستو کالو خان یرغمال کړل شو،خو ولې هغه خپلې هڅې پرې نښودې.د کالو خان دسترخوان د هند نه تر کابله پورې ډېر مشهور وو، هره ورځ به د ده په دستر خوان په سوونو کسان میلمانه وو،د ده کور (ډېره کالو خان) کې به خلکو دمې کولې. کله چې د مغلو خلاف د ده دستار بندي وشوه، نو د پنځو جنګونو وروستو په ملندری کې یوسفزو د مغلو نه وګټله))

د اسلام اباد د قاید اعظم پوهنتون د تاریخ څانګې مشر او څیړنکار وقار علي شاه بیا وایي ملک کالو خان د پښتنو د حقونو لپاره په هغه وخت کې د مغلو خلاف جنګیدلی وو او مغل بادشاهانو ته یي ډېر تاوانونه رسولي وو (( په تاریخ کې د اکبر بادشاه نهه سلاکاران ډېر مشهور دي په دغو کې یو بیربل د بونېر د کړاکړ په غرونو کې د کالوخان د لاسه وژل شوی دې، د بیربل په وژنه اکبر بادشاه ته سخت خفګان ورسید، چې د اټک په قلعه کې څو ورځې په خپله کوټه کې خپه ناست وو. خبره دا ده چې د پښتنو تاریخ سم نه ښودل کیږي،او زموږ بچو ته د پښتنو د اتلانو تورزني سمه نه بیانیږي،بلکې ټول عمر د پاکستان په تاریخ کې مغل هیروګان اتلان دي، او د دوی خلاف جنګیدونکي دښمنان ښودل کیږي))

کله چې د مغلو خلاف د ده دستار بندي وشوه، نو د پنځو جنګونو وروستو په ملندری کې یوسفزو د مغلو نه وګټله
فرهاد علي خاور

بلخوا د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان وایي دوی پر دغه مسله خبر دي او په دې اړه یي د نهم جماعت د انګریزۍ په کتاب کې د دغه مضمون د لیکوال نه سپیناوې هم غوښتلی ((پر دې خبره ما د پلټنو وییلي دي، او د دغه مضمون لیکوال ته مو خط استولی چې د ملک کالو خان په اړه یي دغه خبره په کوم بنیاد کړې ده. لا موږ ته سم مالومات نشته چې دغه یي په څه بنیاد کړې ده، کله چې د دغه مضمون لیکوال د دغې خبرې وضاحت وکړې نو پر دغې بنیاد به وړاندې خبرې کوو))

بلخوا پروفیسروقار علي شاه وایي په نصاب کې د پښتنو اتلانو او مشرانو په اړه باید د پښتنو لیکوالانو ، پروفېسرانو او څیړنکارو نه وپښتل شي، ځکه چې د خیبر پښتونخوا په ټیکسټ بک بورډ کې د نورو سیمو کارپوهان د پښتنو د تاریخه ناخبره دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG