د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نورستان کې برښنا کوټ جوړېږي


راپور: روح الله انوري

پارون - د نورستان مرکز پارون اړوند داشټیوي په سیمه کې دولسي شورا او حکومت په ګډو هڅو د۷۲۰ کیلو واټه برښنا کوټ جوړیږي.

خلک وايي دوی ته په لومړي ګام کې ملي پیوستون یوه اندازه پیسې په واک کې ورکړي ، دوي پرې دبرښنا کوټ جوړولو پریکړه وکړه ،خپله يي هم پکې چانده وکړه او کار يي وکړ او ددغو هڅو په برکت به په نزدې راتلونکې دبرښنا خاوندان او کورونه يي روښانه شي او دویالي له اوبو به دري سوه جریبه ځمکه هم خړوب شي.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم داشټیوي دبرښنا بند دکتنې او په بند کې دنوو کارونو دپیل کولو په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل د پارون قومي تل هڅه کړې چې په امنیتي او بیا رغونې په چارو کې دولت سره ګډ کار وکړي او دهغوي دګډو هڅو نتیجه ده چې په لږو پیسو ډیر کار ترسره کېږي.

والي دیاد برښنا کوټ په اړه وویل:

«دغه بند به ۷۲۰ کیلو واټه برق تولید کړي .دا به داشټیوې دخلکو اړتیاوې پوره کړې .هغوي به دکورونو درڼا کولو او ګرمولو سربیره دوړو صنعتې فابریکو په جوړولو کې هم ترې کار واخلي .»

هغه وویل که هره قومې شورا دپارون دخلک په څیر کار وکړي نو په ټول افغانستان کې به پوره امنیت تامین شي او هیواد به دبیارغونې په برخه کې چټک پرمختګ وکړي

په نورستان کې دملي پیوستون پروګرام مشر انجینر محمد عیسا وحدت وویل

«دلته دوه قومې شورا ګاني شریکې دې ،یوه يي داشټیوې او بله تویک توزیک شورا ده .ددغو شوراګانو شریکه بودجه په دې کانال کې مصرف شوه ،بیا مو ورته اضافي یو اعشاریه څلور ملیونه افغانۍ کومک ورکړي .خپله دولس همکارې پکې له شپیته فیصده زیاته وه .»

قومې مشر او په ولسي جرګه کې د نورستان کې دنورستان پخواني وکیل نورالله معمار دپارون قومې شورا له نن څخه ۲۵ کاله وړاندې د برښنا یوه وړه فابریکه جوړه کړې چې اوس يي هم دخلکو کورونه رڼا کړي دي او دادی اوس له هغه غټ برښنا بند جوړوي:

«دا پروژه خو عام المنفعه پروژه ده او دخلکو په ګټه ده .دغه سیمه دلرګیو ستونزه هم لرې او له نورو زیاته یخه ده .نو دې پروژې ته دخلکو ډیره اړتیا ده .تقریبا له نن څخه پنځه ویشت کاله وړاندې دکونړ او نورو سیمو وړاندې یو بند برق جوړشوی دی .که دغه بند په دغه اندازه برق ورکړې نو ډیر خلک به ترې ګټه واخلي .»

خلک او چارواکي وایي، اشټیوې برښنا بند بشپړیدو سره به هر کور ته برښنا ورکړل شي ،دوي به دبرق په وسیله خپل کورونه ګرموي او دلرګیو داستعمال او دځنګل وهلو مخه به ونیول شي.

XS
SM
MD
LG