د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د کورونو بیا رغونه او د خلکو غوښتنې


فایل فوټو
فایل فوټو

د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړی ملک محمد نظیر وایي دوی د حکومت، پوځ او پولیټیکل انتظاميي سره په رابطه کې دي او غواړي چې په سیمه کې د بیا ودانۍ کار زر پېل شي، او د عام ولس کورونو ته نور څه زیان ونه رسیږي:

« کور د هر چا عزت وي او په عزت هر څه قربان دي، موږ دا کوشش کوو، چې دا کوم نقصان شوی دی، دا خو نه راګرځیږي خو چې نور نقصان ونه شي، د پوځ دا کوشش دی چې د روان کال تر نومبره پورې ټول وزیرستانیان خپلو سیمو ته ستانه کړي، حکومت د ړنګو شوو کورونو لپاره د څلورو لکو روپو اعلان کړی، خو موږ ورته وایو چې په دې خو یوه کوټه هم نه جوړیږي نو باید دغه پېسې دې زیاتې کړل شي. »

د شمالي وزیرستان ډنډي درپخېلو مشرانو تېره اونۍ د پوځ او حکومت نه د خپلو کورونو د نه ورانولو غوښتنه کړې، دوی وایي په دې لړ کې د پولیټیکل انتظامیي سره خبرې هم کوي.

د درپخېلو یو ځایي مشر اشرف الله وایي د اجتماعي ذمه وارۍ قانون او یا په پوځي عملیاتو کې باید د عام ولس کورونه ړنګ نکړل شي.

« ډنډی درپه خېل یو کلی دی دا نوې ابادي ده، دغلته په ۶۰ قدمو کېامنیتي عسکر هم پاتې کیږي، زموږ د مالوماتو ترمخه دوی دغلته کورونه ورانوي، خو موږ وایو چې د بې ګناوو کورونه دې نه ورانوي، ځکه چې زمونږ خلک له وړاندې بې روزګاره شول، بازارونه او دوکانونه ړنګ شول، د دې خلکو نه به څه جوړیږي چې جایدادونه هر څه یې وران شول، حکومت د دوی لپاره ایا څه کوي؟ څه متبادل او یا څه منصوبه لري چې دا خلک به څه کوي؟ »

د ۲۰۱۴ کال د جون میاشتې راهېسې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو له وجې په زرګونو کورنیو له خپلو سیمو کډې وکړې چې زیاتره یې په کیمپونو کې ژوند کوي، او اوس یې د واپسۍ عمل هم پېل شوی دی. خو دغه خلک وایې کورونه او بازارونه او سکولونه یې وران شوي دي، او په سیمه کې د بیا ودانۍ څه کار هم ندی پېل شوی.

د شمالي وزیرستان د ته خېلو یو اوسېدونکی وایي هیڅ نه پوهیږي چې ولې او په څه وجه یې کورونه ورانیږي:

« کورونه او بازارونه ورانوي او څه پته نه لږي چې ولې؟ میران شاه رانه ۲۵ کلومیټره لرې ده، د میران شاه بازار یې وران کړ، دغه یو ستر بازار و، چې اوس خالي میدان دی، لارې بندې دي، روژه په سر ده، بجلي نشته او سخته ګرمي ده، خلک خپلو سیمو ته راروان دي، خو ټول کلي وران ویجاړ دي.»

د وزیرستان ځایي مشران وایي باید حکومت او پوځ نور د عام ولس کورونه او بازارونه وران نکړي او د ړنګو شوو کورونو او بازارونو د بیا ودانۍ لپاره د دوی سره پوره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG