د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال دې په افغانستان کې د سولې لپاره خپل ریښتنی رول ولوبوي


نړیوال دې په افغانستان کې د سولې لپاره خپل ریښتنی رول ولوبوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پېښور: د پاکستان او افغانستان ولسي تړون غړیو غوښتنه کړې ده چي د سیمې هیوادونه او نړیوال طاقتونه دې د افغانستان د سولې په پروسه کي خپل ریښتینی کردار ولوبوي. دا غوښتنه په هغه غونډه کې شوې ده چې د دې تړون غړو د پنجشنبې په مازیګر د پیښور په پریس کلب کې جوړه شوې وه. په غونډه کې پر دې بحث شوی چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د اوسني کړکېچ لاملونه او د هغوی د حل لارې چارې څه کېدای شي. دې غونډې ته د وینا پر وخت په پیښور کي افغان کونسل جنرل ډاکټر عبدالله وحید پویان وویل چي د ترهګرو تر شا چې هر څوک وي خو ترهګر د دواړو خواوو د ولسونو دښمنان دي. د ده په وینا ، پکار ده چې د ترهګرۍ مفکورې ته د ماتې ورکولو لپاره د کلتور ، مذهب او عامه پوهاوي ټولې وسیلې په کار راوستل شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه په د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څلور اړخیو اخبرو اترو پنځمه غونډه هم وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان ، پاکستان ، چین او امریکا استازو په ګډه اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې د امن یوازېنۍ لاره خبرې اترې کول دي. د سیمه ییزو چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي د دې غونډې په اړه مشال راډیو ته وویل ، دا غونډه ناهیلي کوونکې وه. د ده په وینا ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر هر څه وړاندې پر یو بل د باور اړتیا ده او هغه تر پخوا لا پسې کم شوی دی. افغان حکومت له پاکستانه غوښتنه کوي چې د وسله والو له مرستې او ملاتړه لاس واخلي او د طالبانو مشران دې له افغان حکومت سره د خبرو اترو میز ته راولي. پاکستان دا یوازې تور بولي چې ګواکې دوی په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو ملاتړ کوي او له هغوی سره مرستې کوي. پاکستاني چارواکي وايي ، دوی چې پر طالبانو څومره اغېز لري د هغه پر اساس هڅه کوي چې خبرو اترو ته یې حاظر کړي البته پر دې مجبوره کولای نه شي. افغان چارواکي وايي ، چې پاکستان باید پر هغو ژمنو عمل وکړي کومې چې یې د روان کال په فروري کې په کابل کې د څلور اړخیزو خبرو اترو په څلورمه غونډه کې کړې وې. د افغان چارواکو په وینا ، پاکستان د تېر کال د دسمبر په میاشت کې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې طالبان به خبرو اترو ته راولي او که نه راتله نو پر ضد به یې ګامونه پورته کوي. له هغه وروسته په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلا کار سرتاج عزیز ویلي وو چې دوی په پاکستان کې د مېشتو افغان طالب مشرانو پر ضد ګامونه نشي اخیستلای.

XS
SM
MD
LG