د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې پر مېرمنو او ماشومانو د جنسي تېریو پېښې زیاتې شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د مدني ټولنو کارکونکي وايي، په خېبر پښتونخوا کې، په دې وروستیو څو میاشتو کې پر مېرمنو او ماشومانو د جنسي تېریو پېښې زیاتې شوې دي. دوی وايي یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د جنسي تشدد ۲۶ پېښې ثبتې شوې دي.

مدني فعال قمر نسیم چې پېښور کې ژوند او فعالیت کوي مشال راډیو ته یې وویل پر مېرمنو د جنسي تشدد هڅې زیاتې شوې دي او د خال خال پېښو پرته اکثره وخت مېرمنې چوپه خوله دا هرڅه زغمي او خپل شکایت نه درج کوي. دی زیاتوي:

« په خېبر پښتونخوا کې داسې مثال نه شو ورکولی چې پر کومې مېرمنې د جنسي تیري نه پس، د هغې د شکایت پر اساس چا ته سزا ورکړل شوه. »

قمر نسیم وايي د مېرمنو ترڅنګ د ماشومانو تښتول، پرې جنسي تشدد کول او بیا یې مړي موندل، هم په دې وروستیو کې زیات شوي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

عصمت ارا، د نوښار اوسېدونکې او د پولیو د ادارې ماموره ده. هغه وايي پرې جنسي تشدد شوی او دې یې پرضد شکایت هم درج کړی او رسنیو ته یې هم معلومات ورکړي، خو پر ځای ددې چې مرسته ورسره وشي او تشدد کونکي ونیول شي، خلکو او خپلوانو ورسره کور کلی پرېښود او ددې ستونزې نورې هم زیاتې شوې.

« د اګست د ۲۸ مې نېټې شپه وه. دروازه مو وټکېده. چې تپوس مو وکړو، څوک یې؟ نو ځواب راکړل شو، پولیس والا یو. دروازه یې په زور پرانیسته،پنځه کسان وو، دننه راغلل، زه یې وتړلم او زما په عزت یې تیری وکړ.»

په پښتونخوا کې مدني فعالان وايي په قانون کې د جنسي تشدد کونکیو خلاف مادې موجودې دي خو عملي کیږي نه. دوی وايي که تشدد کونکیو ته سزاګانې ورکړل شي او د ماشومانو او مېرمنو د پوهاوي لپاره کار وشي نو د داډول پېښو مخنیوی کېدای شي.

بل پلو، د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار مشتاق غني وايي د پخوا په پرتله د جنسي تشدد پېښې کمې شوې دي. دی زیاتوي چې د پولیسو د ادارې د غیر سیاسي کولو کار روان دی او مثبتې پایلې يې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG