د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه


د تورخم کنټرول روم (انتظامي خونې) چارواکو مشال راډيو ته وويل چې څو شېبې وړاندې يې دغه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل. تر دې وړاندې په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي ول چې نوموړي د پاکستان د پوځ له مشر جنرل راحیل شریف سره د تورخم او همدارنګه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ژورو ستونزو او عواملو په اړه تفصیلی ناسته درلوده چی په پایله کی نوموړي په تورخم کی خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چی د تورخم لاره همدا شیبه د مسافرینو او سوداګریزو توکو پر مخ خلاصه کړي. د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل محمد عاصم باجوه هم پر خپل ټويټر پاڼه د دې خبرې پخلی کړی دی.

تورخم لار د سې شنبې پر ورځ د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه د خار دار تار لګولو او تعمیراتي کار په سر د راپورته شوې لانجې له کبله وتړل شول. د پاکستان امنیتي ځواکوانو ويلي ول چې دوی د تورخم دروزاه احتجاجاً تړلې ده او چې تر څو ورته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر پوله د خار دار تار لګولو او د تعمیراتي کار اجازه نه وي ورکړل شوې نو تر هغو به یې نه خلاصوي خو نن په څلورمه ورځ دا لار پرانيستل شول.

د لارې بندېدو له کبله تورخم بازار په بشپړه توګه بند و، د ګمرګ سپینولو (کسټم کلیرنګ) دفترونه، د راهدارۍ اجازتنامې لپاره نادرا دفتر، ريستورانونه او درامدات او برامدات (امپورټ ایکسپورټ) کار هم بند و. زیاتره افغان وګړي د لواړګي په جماتونو او مارکېټونو کې دېره شوي ول چې اکثره پکې ناروغه کسان ول او د تورخم دروازې د خلاصېدو په انتظار ول.

XS
SM
MD
LG