د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم لار نن په درېمه ورځ هم تړل شوې


زیاتره افغان وګړي د لواړګي په جماتونو او مارکېټونو کې دېره شوي دي چې اکثره پکې ناروغه کسان دي او د تورخم دروازې د خلاصېدو په انتظار دي.

د خېبر ایجنسې پولیټیکل چارواکي وایي، د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه د خار دار تار لګولو او تعمیراتي کار په سر د راپورته شوې لانجې له کبله نن په درېیمه ورځ هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د تورخم بازار په مکمله توګه بند دی، د ګمرګ سپینولو (کسټم کلیرنګ) دفترونه، د راهدارۍ اجازتنامې لپاره نادرا دفتر، رستورانونه او درامدات او برامدات (امپورټ ایکسپورټ) کار هم بند دي.

د تورخم انتظاميې چارواکي وایي، پرون تر ماښامه په تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځ درې ځله خبرې اترې وشوې خو تر دې دمه یې هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د تورخم دروازې دواړو خواوو ته امنیتي ځواکونو ټینکونه درولي دي او نفري یې هم زیاته کړې ده،چې سپکې او درنې وسلې ورسره لیدل کېږي، خو د دې باوجود ځينې کورنیو ته د خپلو مړیو افغانستان ته د وړلو اجازه ورکړې شوې ده.

له لواړګي تر تورخمه له مالونو ډک ګاډي هم ولاړ دي، چې پکې سبزي، مېوې او نور خوراکي توکي په خرابېدو دي.

زیاتره افغان وګړي د لواړګي په جماتونو او مارکېټونو کې دېره شوي دي چې اکثره پکې ناروغه کسان دي او د تورخم دروازې د خلاصېدو په انتظار دي.

په دې کسانو کې د اوروزګان ولایت عبیدالله هم شامل دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې،”مېرمنې او ناروغان راسره دي، موږ له ډېر مشکل سره مخامخ شوی یو، موږ غواړو چې لار راته خلاصه کړل شي، موږ څه ګناه کړې ده چې دلته یې راایسار کړي یو؟ شپه مو پر ډاګ سبا کړې ده، حکومتونه دې خپلو کې دغه لانجه هواره کړي او موږ ته دې لاره راکړي. “

پر تورخم له لانجې پس دواړو غاړو ته لاره بند، ګڼ خلک ایسار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

د کابل اختر محمد وویل، “ماشومان او مېرمنې مو ګرمۍ ووهل، روپۍ راسره ختمې شوې، کرایانې مو په بازارونو کې وخوړې، نوره دې د تورخم دروازه خلاصه کړل شي. “

چارواکي وایي، “نن به یو ځل بیا پر دې لانجه د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه په تورخم کې د خبر اترو څلورم پړاو پیلېږي او هیله ده یو څه حل به یې راووځي. “

د پاکستان امنیتي ځواکوانه وایي، “دوی د تورخم دروزاه احتجاجا تړلې ده او چې تر څو ورته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر پوله د خار دار تار لګولو او د تعمیراتي کار اجازه نه وي ورکړل شوې نو تر هغو به یې نه خلاصوي. “ خو افغان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG