د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواستوال برېښنا غواړي


د خوست د ولایتي شورا غړي، د بېلابېلو ټولنیزو سازمانونو او شوراګانو غړي او قومي مشران وايي، کچیرې د توتاپ پروژې د مسیر د بدلولو پریکړه وشي، نو خوستيان به د ارګ مخې ته خیمې ووهي، په لویو لاریونونو به لاس پورې کړي، لارې به بندې کړي او په هيڅ ډول به دا ډول پریکړه قبوله نه کړي.

دوی چې نن د سې شنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا په ودانۍ کې له رسنیو سره په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، زیاتوله د دوی په دريځ کې نرمښت د ولسونو د کمزوری په مانا نده، بلکې دوی د ملي یووالي د حکومت د دواړو مشرانو پریکنده تصمیم ته په تمه دي، تر څو ولسونه د هغې په رڼا کې په خپل غبرګون فکر وکړي.

د خوست د ولایتي شورا رییس عبدالولي واحدزي په ډاګه وویل، چې د خوست ولسونه د برښنا د مسیر بدلولو ته تیار نه دي.

عبدالولي واحدزي زیاته کړه:

((کوم مسیر چې د ټوټاپ د پروژې لپاره ټاکل شوی ده او هغه د سالنګ له لارې کاپیسا، پروان، کابل او بالاخره لوګر، پکتیا او خوست ته د برښنا انتقال ده، په همدې لاره باید برښنا انتقال شي، په هيڅ صورت د خوست ولسونه دې ته اماده ندي، چې د دې سیاسي او قومي ټکدارانو غوښتنې په ځان باندې ومني او د برښنا دغه مسیر ته تغیر ورکړي.))

د خوست ولایتي شورا رييس د توتاپ د پروژې په اړه زیاته کړه، د حکومت په دننه او بهر کې یو شمیر کړۍ باید دې حیاتي پروژې ته سیاسي او قومي رنګ ورنکړي او ندي پر ولس د بهرنیاتو دسیسې پلي کوي.

ده د خوستوالو دریځ داسې وښود:

((زموږ مدني حرکتونه ادامه لري، موږ یو ځل بیا په مرکزي حکومت باندې غږ کوو، چې زموږ نرمښت زموږ دکمزوری په مانا نده، بلکې موږ تیار یو چې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړو، خو پدې برخه کې صرف او صرف د مرکزي حکومت په خاصه توګه د جلالتماب ولسمشر او اجراییه رييس پریکنده دریځ ته منتظر یو.))

د خوست ولایتي شورا رييس د توتاپ د پروژې پر سر په راپورته شویو بحثونو او ناندریو کې د ایران د حکومت لاس بولي او وايي، هغوی غواړي نړیوالو ته وښيي، چې هر کله افغانان پر یوې وړې پروژې په خپلو کې توافق ته نه رسیږي، نو د ټاپي پروژه چې د سیمې د هېوادونو په کچه ستره اقتصادي پروژه ده، د هغې د پلي کیدنه خو په هېڅ صورت متصوره نده.

قومي مشر موسی جان ځدراڼ د خوست په صنعتي پرمختیا کې د برښنا رول داسې یاد کړ:

((کچیرې خوست ته برښنا راځي نو خوست خلک به لدې څخه په پراخه کچه د صنعت په برخه کې کار واخلي او د هېواد د اقتصاد لپاره به په زړه پورې رول ولري، خو که چیرې لدې نعمته خوست میشتي محرومیږي خپلو افغانانو سره بیا داسې مشوره وکړو، چې له خپله منځه داسې مشران راوباسي چې هغه د افغانستان متوازن انکشاف ته او د افغانستان د فرد، فرد حقوقو ته وفادار وي.))

د خوست د ولایتي شورا غړی قیمت خان منګل وايي، چې د دې مهمې مسالې تر سپیناوي پورې به دوی خپل مدني حرکتونه روان وساتي، لارې به بندې کړي او د ولایتي شورا دروازه به وتړي.

مدني فعال یعقوب جان ستوری وايي، کچیرې افغان حکومت پدې اړه د ځنو کړیو فشار ته غاړه کیږدي، نو د لويې پکتیا ولسونه به په هېڅ صورت دا ورسره ونه مني، مدني تظاهرات به وکړي او د ارګ مخې ته به خیمې ولګوي.

د یادونې وړ ده د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني هم د دوشنبې ورځې په ماښام په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې حکومت يې د هېواد د ټولو ولایتونو متوازنې پرمختیا ته ژمن دی.

هغه وویل، یوکمېسیون یې ګمارلی چې اقتصادي او ټولنیزو اړخونو ته په پام سره، د توتاپ د پروژې د پلي معقوله لاره وسنجوي، ده هیله ښودلې،چې خلک به د دې پروژې په پلې کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي او تاوتریخوالي ته به لاس نه اچوي.

XS
SM
MD
LG