د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د اداري فساد ضد پراخ نظام جوړوي


افغان ولسمشر وايي، له اداري فساد سره پوره مبارزه نه ده شوې او د دې اړتیا ده چې په دې برخه کې ټول په پام کې نیول شوي پروګرامونه په جدي توګه تطبیق شي.

محمد اشرف غني نن (پنجشنبه) له اداري فساد سرهمبارزې په برخه کې د اروپايي ټولنې له خوا په یوه غونډه کې وویل چې د اداري فساد په وړاندې به د مبارزې لپارهد حکومت یوه عالي شورا په جدي توګه خپل کار مخته یوسي.

ښاغلي غني وویل، د دې شورا په چوکاټ کې به لومړی په کورنیو چارو، پوهنې او کانونو وزارتونو کې د اداري فساد موضوع ګانې وڅېړل شي او د حل لارې ورته موندل شي.

افغان ولسمشر د دې تر څنګ چې د پلټنې سیسټم پر تنظیم او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د بېلابېلو ادارو په څېړلو ټینګار وکړ ویې ویل چې قاضي القضات او لوی څارنوال باید تر اکتوبر میاشت پورې پنځه ژمنه شوي کلیدي اصلاحات راولي.

ولسمشر هیله وښوده چې د اصلاحاتو تر راوستلو وروسته به له نړیوالې ټولنې د زیاتو مرستو د غوښتلو لپاره زمینه برابره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG