د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازرۍ بندي خبریالې خدیجې د رسنۍ ازادي جایزه یووړه


ازربایجانۍ خبریاله خدیجه اسماعیلووا
ازربایجانۍ خبریاله خدیجه اسماعیلووا

د ازربايجان بنندي خبریالې خدیجې اسماعیلووا ته د مې په درېیمه نېټه د مطبوعاتو ازادۍ په ورځ د ۲۰۱۶ کال د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې (یونیسکو) دګیلېرمو کانو رسنۍ ازادۍ جایزه ورکړل شوه. هغې ته دغه جایزه په فینلېنډ کې ورکړل شوه، چې د خدیجې مور تر لاسه کړه.

د ۲۵۰۰۰ ډالرو برابر دغه جاېزه د کولمبیا یو خبریال ګییرمو کانو په اعزاز کې ورکول کېږي چې په کال ۱۹۸۶ م کې د خپلې ورځپاڼې له دفتره بهر ووژل شو. د دغه جایزې ورکولو پیل په ۱۹۹۷م کال کې وشو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د رسنۍ ازادۍ لپاره یې غوره کار کړی وي.

د فینلېنډ ولسمشر سولې نینیستو چې د دغې دستورې مشر مېلمه و، پر دغه مهال په خپله وینا کې وویل، ډېر خپه دی چې دا وخت خدیجه د خپلې جایزې اخیستلو لپاره د دوی په منځ کې نشته بلکې هغه په زندان کې ده. نوموړي وویل دی هیله مند چې په هیلسینکي کې د دغه دستورې وروستو به د خدیجې خوشې کولو لپاره هڅې تېزې شي.

د ازربایجان خبریالې خدیجه اسماعیلووا مور د خپلې لور په استازیتوب د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې او د ګیرمو کانو رسنۍ ازادۍ جاېزه قبوله کړه.

ال میرا اسماعیلووا د فینلېنډ په سرښار هېلسینکي کې د دستورې ګډونوالو ته د خپلې لور لیکل شوی لیک ولوستو. هغې د خدیجې له خولې وویل:

د خبریالانو په چوپ پاته کېدو سره انسانیت تر اغېز لاندې راځي. نو ځکه د ځینو کسانو په باور د خبریالانو وژنه د بشریت ضد جنایت دی. دا تاسو چې نن راټول شوي یاست، دا غوښتنه نه درنه کوم چې تاسو زما د کار یا جرات تعریف وکړئ بلکې هغه کار ته ځان وسپارئ چې د رسنۍ ازادۍ او انصاف لپاره کېدای شي.

د خدېجې په وینا کې د یو آزاد خبریال المار حسېنوف ذکر هم وکړو چې پرحکومت تنقید کونکی و او په ۲۰۰۵ م کال کې ووژل شو.

بلخوا د یونېسکو خیرسګالۍسفیرې او د سي این این خبریالې کرسټین امانپور په دغه وخت د ازرباییجان پر حکومت غږ وکړ چې خدیجه دې زر تر زره خوشې کړل شي. په سېشنبه د هغې په زندان کې۵۱۶ ورځ وه.

د ازادې اروپا راډیو همکارې اسماعیلووا ته د نهې په ورځدا جایزه د مطبوعاتو او د بیان ازادۍ دفاع کولو په لړ کې ورکړل شوه. د ازادې اروپا مشر نیناند پیچ د دغه ګام هر کلی وکړ، او ویې ویل باید خدیجې ته د هغې بنیادي حق یعني ازادي ورکړل شي.

خدیجه اسماعیلووا تحقیقاتي رپوټونه جوړول او په باکو کې د ازادې اروپا راډیو خبریاله وه چې د اذربایجان حکومت بندي کړه.

د هغې د خوشې کولو لپاره په ټوله نړۍ کې اوس یو مهم پېل شوی دی، چې په ازرې حکومت د هغې د خوشې کولو لپاره فشار زیات کړي. د ۲۰۱۵م کال په دسمبر کې د امریکا نماینده کرسټوفر سمیت پر ا‌زرباییجاني چلرواکو د بشري حقونو سرغړونو له وجې د امریکا ویزو ورکولو د بندیزونو لګولو وړاندیز کړی و. په امریکايي کانګریس کې څلور غړي د دغه وړاندیز مرسته کوي.

بلخوا د نړیوالو ادارو یو تنظیم د مې په ۲۷ نېټه چې د خدیجې ۴۰ م کلیزه هم ده، د هغې د خوشې کولو لپاره د احتجاج پلان هم لري.

خدیجه اسماعیلووا چې یوه ازاده خبریاله ده او د مشال راډیو د ازربایجانۍ څانګې لپاره یې هم لیکنې کولی.

د باکو يو عدالت خديجه اسماعيلووا ته په ۲۰۱۴ کال کې د ټېکسونو نه ورکولو او غيرقانوني کاروبار په تور د اوونیمو کلونو بند سزا اورولې ده.

XS
SM
MD
LG