د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميلبين: غیرقانوني کان کیندنه د افغانستان راتلونکي ته جدي ګواښ ده


فرانز ميشل سکيولډ میلبین
فرانز ميشل سکيولډ میلبین

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی فرانز ميشل سکيولډ میلبین وايي، د کانونو غیرقانوني استخراج د افغانستان راتلونکې ته یو جدي او اوږدمهاله ګواښ دی. د نوموړي په وینا غېرقانونې کان کیندنې له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، زورواکي نور هم پیاوړي کوي او په افغانستان کې بې ثباتي زیاتوي.

د اروپايي ټولنې دا ډنمارکي ډپلوماټ په دوشنبه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، په افغانستان کې د کانونو د غیرقانونې کيندنو له لارې ډېر زیات عواید تر لاسه کیږي چې یوه لویه برخه یې وسله والو ته رسیږي.

"موږ دلته د سلګونو میلیونو ډالرو په اړه غږیږو او کله چې وسله والې ډلې د دې غیرقانوني کان کیندونو پر نیمايي برخه واک لري، نو دا د دوی لپاره ډیرې زیاتې پیسې برابروي."

په افغانستان کې اروپايي ټولنې د کانونو د غېر قانوني استخراج او د معدن د قاچاق د مخنيوي لپاره پر ټولنيزو رسنيو يو کمپاين هم پېل کړی. اروپايي ټولنه وايي، چې غېر قانوني کان کيندنه تر نشيي موادو وروسته د وسله والو طالبانو د عوايدو دوهمه لويه سرچينه ده. دوی زياتوي، په افغانستان کې د کانونو د استخراج یوازې په سلو کې اته په قانوني بڼه دی او نور په غیرقانوني توګه کيندل کيږي.

ښاغلي ميلبين مشال راډیو ته وویل، یوازې حکومت مخالفه وسله وال د کانونو د غیر قانوني کیندنو له لارې پیسې نه ترلاسه کوي، بلکې جنګسالاران، سیمه ییز زورواکي او ځینې حکومتي چارواکي هم په دې کې لاس لري. نوموړی زياتوي، معدن د ولس پانګه وي او دا ډېره خواشینوونکې ده چې څو کسان د ټولو افغانانو شریکه پانګه تالا ترغه کړي. ميلبين وويل، په دې کار سره خلک له خپلو سرچینو بې برخې کیږي او که پر وخت یې چاره ونه شي پر امنیت هم اغیز کولای شي. نوموړي ټینګار وکړ چې که د غیرقانوني کان کیندنو مخنيوی ونه شي نو دا پدیده به پر یو جدي خطر بدله شي.

نوموړې وویل چې د مې پر پنځمه نېټه به په کابل کې د اروپايي ټولنې په نوښت د اداري فساد پر ضد کنفرانس کې په افغانستان کې د غیرقانوني کان کیندنو په اړه د خپلو څیړنو جزیات وړاندې کړي او پر هغو لارو چارو به له افغانانو سره وغږیږي چې د غېرقانوني کان کیندونو مخه ونیسي.

"هغه څه چې موږ یې اوس ترسره کول غواړو دا دي چې په دې برخه کې د خپلو موندنو نتایج عام ولس، عامو افغانانو، رسنیو، سیاستوالو او د فساد پر ضد ادارو ته وړاندې کړو، څو دوی پوه شي چې دا مسله نور تمرکز ته اړتیا لري او دا چې د څو کسانو او مشخصو ډلو وړو او ځانګړو ګټو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د ټولو افغانانو پر ګټو سیوری وکړي. زما په باور د دې مسلې راپورته کول تر ټولو غوره څه دي چې موږیې کولای شو، ځکه په دې کې هر افغان شریک دی، هر ځل چې د دوی طبیعې پانګه له هېواده دباندې وځي نو عادي افغانان تاواني کیږي."

ميلبين دا کنفرانس د دې موضوع د راپورته کولو لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل، دا واقعاً د افغانستان د خلکو له ګټې د دفاع مسله ده. نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د غیرې قانوني کان کیندونو مخنیوی تر ډیره د افغانانو کار دی چې باید خپلې ملي شتمنۍ خوندي کړي. نوموړي په دې لړ کې د اروپايي او نړيوالې ټولنې د رول په اړه وويل:

"په نړیواله سطحه هغه څه چې اروپايي ټولنه کولای شي دا دي چې دا مسله راپورته کړو او دا کار به موږ د مې د میاشتې د پنځمې نېټې په کنفرانس کې وکړو."

ښاغلي ميلبين زياته کړه، دوی به همدارنګه له هغو حکومتي او غیرحکومتي ادارو ملاتړ هم وکړي چې غواړي په افغانستان کې د کانونو استخراج قانوني او معیاري کړي.

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشراشرف غني به هم د اداري فساد پر ضد په دې کنفرانس کې برخه واخلي. ښاغلي میلبین وویل، دا اړتیا په پراخه توګه محسوسیږي چې افغان حکومت باید د اداري فساد د مخنیوي لپاره نور ګامونه هم واخلي او موږ په دې برخه کې د مثبتو اقداماتو هڅونه کوو. نوموړې زیاته کړه، هغه ژمنې چې موږ اوریدلې، ښې او هڅوونکي دي خو موږ غواړو چې په روان کال کې حکومت د دې ژمنو عملي کول پېل کړي.

XS
SM
MD
LG