د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب خپل نوي پوځي هدفونه اعلان کړ


فوربز مجلې د سعودي عرب نویو پوځي اهدافو ته کتنه کړې او وايي، ریاض تر ۲۰۳۰ز کاله خپله تګلاره اعلان کړې چې مرستیال ولي عهد محمد بن سلمان جوړه کړې ده. په دې کې د هېواد لپاره یو شمېر موخې ټاکل شوې دي چې پکې د دفاعي او پوځي سامانونو جوړولو استعدادونو زیاتول هم شامل دي.

د نوې پوځي سټریټیژي له مخې د سعودي عرب د تېلو او طبعي ګېسو لوی کمپنۍ په جوړښت کې بدلون راوستل، د سلطنت لخوا د صنعت او تجارت ودې په مقصد رعایتي پروګرام بدلول او د ولسي سرمایه کارۍ تر ټولو لوی فنډ جوړولو هدفونه شامل دي.

مجله د سعودي عرب د دفاع وزیر او مرستیال ولي عهد محمد بن سلمان د خولې وايي سعودي عرب د دفاعي او پوځي سامان دریم لوی اخستونکې هېواد دې خو په کورني کچه یې دغه پېداوار یواځې ۲ فیصده دې.

مجله وايي سعودي غواړي د هغه پوځي سامان ۵۰ فیصده برخه خپله د پېدا کولو جوګه شي چې له بهره یې اخلي. د دې مقصد لپاره نوې پوځي لوظنامې یې په پام کې دي چې پکې ځايي تولیدي کمپنۍ جوړول شامل دي. مجله لیکي داسې به نه وي ګواکې د ۲۰۳۰م کال پورې به سعودي عرب خپل جنګي جهازونه جوړوي، خو دا به ضرور وشي چې د وسلو او نورو وړو پوځي آلو جوړولو صلاحیت به ولري او یو مهم لېږدونکیبه جوړ شي.

د مجلې په خبره که څه هم محمد بن سلمان یواځې د کورني ضرورت پوره کولو خبره وکړه خو سعودي عرب دا ضرور ویني چې په سیمه کې ملګري هېوادونه په زیاتېدونکي کچه وسله اخلي. یو طرفته د ایران پوځي هدفونه دي نو بلخوا په سیمه کې د اسلامي دولت وسله والو لخوا ګواښ هم په زیاتېدو دې.

په داسې حال کې سعودي عرب د تېرې څه مودې راهیسې د منځني ختېځ له ملګرو هېوادونو سره په ښه تعلقاتو جوړولو کې مصروف ښکاري.

مجله لیکي په دې ورستیو کې د سعودي عربشاه سلمان د منځني ختیځ له طاقتورو هېوادونو مصر، ترکي او اردن سره په فعاله ډول تعلقات ښه کړې دي. شاه سلمان په مصر کې د جنرال عبدالفتح ال سیسي سره په یوې مهمې اقتصادي لوظنامې لاسلیکونه وکړل.

په دسمبر کې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان سعودي عرب ته سفر کړی وو چې پکې یې له شاه سلمان سره د همکارۍ یو مهم سټریټيژيکې موافقه لاسلیک کړه. په دې کې پوځي مرسته هم شامله وه. دغه راز له اردن سره هم سعودي عرب په دې ورستیو کې یوه موافقه کړې چې مقصد یې د ایران خلاف یو قوي اېتلاف جوړول وو.

مجله لیکي سعودي عرب یواځې د ایران خلاف له ځان سره ملګري هېوادونه نه یو ځاې کوي بلکه غواړي چې په سیمه کې یو مهم پوځي سامان لېږدوونکی او ځواکمن هېواد جوړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG