د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې امنیتي حالات په خرابېدو دي


د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر وايي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دي او راتلونکې ۱۸ میاشتې به ډیرې سختې وي.

جین نیکولاس مارتي د جمعې په ورځ له رویټرز سره په مرکه کې وویل، د دې بحران دهیریدو په صورت کې به تشدد له پسې زيات شي، مرسته کونکي او د دې هېواد وګړي به مایوسه شي.

ښاغلي مارتي پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان دې نه هیروي.د سره صلیب د نړیوالې ټولنې مشر ټینګار وکړ چې د خپل کاري ماموریت تر بشپړیدو مخکې به له افغانستان سره د زیاتو مالي، سیاسي او بشري مرستو د راغونډولو لپاره په اروپا او واشنګټن کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG