د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په دوه ورځني سفر چین ته روان شوی.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اتمر به له لوړ پوړو چنايي چارواکو سره د افغانستان د سولې او دغه راز د دواړه اخیزو امنیتي، دفاعي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
چین د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو یو مهم شریک دی چې دافغان چارواکو په وینا کولای شي د سولې په بهیر کې په پاکستان باندې فشار راوړي.
بل پلو، د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، هر کله چې د سولې په اړه پنځمې څلور اړخیزې غونډې ته زمینه برابره شي، دوی به په بشپړچمتوالي سره په کې ګډون وکړي.
د دغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم نن مشال راډيو ته وویل، دوی ډاډه نه دي چې د څلور اړخیزو غونډو په دویم پړاو کې به وسله وال طالبان ګډون وکړي.
د سولې په اړه په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه پاکستان ژمنه وکړه چې طالبان به د سږ کال په مارچ کې له حکومت سره خبرو ته کینوي، خو دغه ژمنې عملي نه شوې.
څه موده وړاندې بیا د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل، د اپریل تر پایه به د سولې په اړه پنځه څلور اړخیزه غونډه جوړه او بیا به وروسته طالبان له افغان حکومت سره کینوي.