د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هوایي بریدونو ۴۰ تنه داعش وسله وال وژلي


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

"د اچین ولسوالۍ د پېښې په لته بند سیمه کې تېره شپه شاوخوا اته بجې جیټ پوخي الوتکو د داعش وسله والو پر یوه پټنځای بریدونه ترسره کړل، چې د ۴۰ تنو داعش وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ د دوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي."

خوګیاڼی زیاتوي: دغه بریدونه هغه مهال ترسره شول، کله چې په یاده سیمه کې ګڼ شمېر داعش وسله وال د تخریبي کړنو د پلان کولو په موخه راټول شوي ول.

خوګیاڼی وایي چې په دغه هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG